زمونږخبریال له ننګرهاره راپورراکړ دغه چاودنه   نن سهار د تورخم جلال اباد پر لویه لار    دعلی خان  په سراچه   سیمه کی د ملګور ملتو  د کارکوونکو د ګاډو پرکاروان وشوه  دننګرها ردوالي ویاند عطا ا...خوګیانی د چاودنی پر پخلي سربیره وویل په دی چاودنه کی د ملګور ملتو دکارکوونکو دوه ساتونکی پولیس ټپیان شوی او دسپرلۍ موټر یی هم ویجاړ شوی دی  خوګیانی وویل په چاودنه کی دملګرو ملتو کارکوونکو ته زیان ندی رسیدلی تر اوسه ددولت کومی مخالفی ډلی ددغه چاودنی پړه پرغاړه نده اخیستی تر دی واړندی هم دننګرهار ولایت دبهسودو په ولسوالي کی د ملګرو ملتو د کارکوونکو پر موټریزو کاروانونو د سرک غاړی ماین چاودنی تر سره شوي چی دسر او مال زیانونه یی  هم اړولی دی


همداراز زمونږخبریال په یوه بل خبر کې ویلی دي دننګرهار د امنیی قوماندانی ویاند حضرت حسین مشرقیوال  نن وویل پرون ناوخته د امریکا یوی بی پیلوټه الوتکی دننګرهار ولایت داچین ولسوالي  اړوند  باندر سیمه  هوایی برید   کړ ی چی پر وینا یی د داعش ډلې دری  وسله وال پکی ووژل شول مشرقیوال وویل په دغه برید کی ملکی وګړیو ته مرګ ژوبله نده رسیدلی  داعش وسله والی ډلی تر اوسه په دی ا ړه څه ندی ویلی،وړمه ورځ هم دننګرهار ولایتی چارواکو داچین په ولسوالي کی په څلورو هوایی بریدونووکی د داعش د۲۹   وسله والو د وژل کیدو او ددغه ډلی اړوند د خلافت غږ راډیو د ویجاړیدو خبر ورکړی و


Feb 03, 2016 12:29 Asia/Kabul