د متعال خدای د عام او خاص رحمت په هکله څه پوهېږو؟
https://parstoday.ir/ps/news/religion-i148966-د_متعال_خدای_د_عام_او_خاص_رحمت_په_هکله_څه_پوهېږو
پارس‌تودی- د متعال خدای عام رحمت دوست او دښمن، مومن او کافر، نېک عمله او بد عمله کسان ټوله په بر کې نیسي؛ لکه د هغه د رحمت باران په هر ځای اوریږي لیکن خاص رحمت توپیر کوي.
(last modified 2024-05-28T07:06:49+00:00 )
May 28, 2024 11:32 Asia/Kabul
  • د متعال خدای عام او خاص رحمت
    د متعال خدای عام او خاص رحمت

پارس‌تودی- د متعال خدای عام رحمت دوست او دښمن، مومن او کافر، نېک عمله او بد عمله کسان ټوله په بر کې نیسي؛ لکه د هغه د رحمت باران په هر ځای اوریږي لیکن خاص رحمت توپیر کوي.

د اسلام د ګران پیغمبر ص وصي او د اهل تشیع لومړی امام حضرت علی علیه السلام د حضرت آدم علیه السلام د پنځون یعني خلقت په بیان کې وفرمایل: الله سبحان و تعالی د توبې لپاره یې خپل ور ورته خلاص کړ او د خپل رحمت کلمه ور وښوده.

د رحمت اهمیت او مقام دومره زیات دی چي متعال خدای د قرآن شریف د مبارکو سورو په سر کې په دې صفت سره یې ځان یاد کړی دی. په دغه مطلب کې دا پوښتنې ته ځواب وایو چي د متعال خدای رحمت څه دی او په کوم صورت کې ممکنه ده چي متعال خدای خپل رحمت له خپلو بندګانو څخه لیري کړي.

لومړی دا چي باید د متعال خدای د رحمت د پراختیا په اړه باید پوه شو چي رحمت کله معنوي اړخ لري او کله هم مادي اړخ، او کله دنیا او کله هم اخرت په بر کې نیسي. په قرآن شریف کې رحمت په ډېرو معناوو سره کارول شوی دی. کله د هدایت په مساله کې او کله هم له دښمن څخه د نجات په موضوع کې، کله برکتمن باران او کله هم د نعمتونو لپاره لکه ړنا او په ډېرو ځایونو کې بیا په قیامت کې جنت او الهي لورینو ته راغلي دي.

د خدای د رحمت ډولونه

 

متعال خدای دوه ډوله رحمت لري

د متعال خدای عام رحمت:

د متعال خدای دغه رحمت دوست او دښمن، مومن او کافر، نېک عمله او بد عمله کسان ټوله په بر کې نیسي، لکه د هغه د رحمت باران په هر ځای اوریږي او روزي چي هر ځای کې شتون لري او ناروغ چي شفا مومي دې ته له کتو پرته چي مومن دی او یا کافر.

د متعال خدای خاص رحمت:

د متعال خدای بل رحمت د هغه خاص رحمت دی. دا ډول رحمت، د صالحو او تابعدارو بندګانو لره ځانګړي دي؛ ځکه چي هغوی د ایمان په حکم او صالح عمل سره، دا غوړتیا موندلي دي چي له هغه رحمت، بخښنې او ځانګړي احساس څخه برخمن شي چي ککړو او ګناهګارو بندګانو ورڅخه بې برخي دي.

د اسلام د ګران پیغمبر ص لمسی او د اهل تشیع شپږم امام حضرت جعفر صادق علیه السلام په یوه روایت کې وایي:

والله إله كل شيء، الرحمان بجمیع خلقه، الرحیم بالمؤمنین خاصه. یعني الله د ټولو معبود دی، د خپلو مخلوقاتو په وړاندې رحمان او د خپلو ځانګړو مومنو بندګانو په وړاندې رحیم دی.

د الهي رحمت د لاسه وتلو لاملونه

د متعال خدای د رحمت مفهوم ته په کتو سره، او دې ته په پآم سره چي رحمت یې پراخ دی، د متعال خدای رحمت دوه ډولونه (عام او خاص) دی او دې ته په پام سره چي الهي رحمت تل او په هر ځای کې د هرې ښکارندې او د ټولو خلګو لپاره په حکمت او پټو الهي رازونو ولاړ دی، نو هغه حالات چي په کښې د متعال هدای رحمت ورنه اخیستل کیږي او یا هم رحمت ور په برخه کیږي، له یو بل سره توپیر لري او په کره توګه یې په اړه څوک نه پوهیږي چي په کومو مواردو کې د متعال خدای رحمت له انسان څخه سپمول کیږي او څه وخت ور په برخه کیږي. په تېره بیا عام رحمت دومره زیات پراخ او عام دی چي هر یو کس حتی ملحدان او له خدایه تښتېدونکو هم په دسترخوان باندې له نازونو او نعمتونو څخه برخمن دي، په دې خاطر د الهي رحمت د سلبېدو د مواردو تشخیص په تېره بیا د عامه رحمت په هکله، تقریبا یو ناممکن کار دی.

په دې زمینه کې، ځینې روایتونه ښودنه کوي چي په یو نیم حالاتو کې د متعال خدای رحمت ممکنه ده له انسان څخه واخیستل شي. د مثال په توګه په اسلامي روایتونو کې راغلي دي چي په خلګو باندې رحم نه کول، د الهي رحمت نه د بې برخه کېدو لامل ګرځي:من لا يرحم الناس لا يرحمه الله: یعني هغه کس چي په خلګو رحم نه کوي، د متعال خدای رحمت نه ور په برخه کیږي، دا مساله په حیواناتو او نورو مخلوقاتو باندې د رحم د نه کولو په هکله هم راغلې ده.

دا د عامه رحمت په هکله وو، د متعال خدای د خاصه رحمت په اړه هم چي یوازې مومنانو او صالحانو ته ورسیږي، دا طبیعي خبره ده چي تر هغه پورې چي انسان د ایمان، تقوا او نېک عمل خاوند ووسي، ځانګړي الهي رحمت ور په برخه کیږي او هر څه چي د ایمان او د پرهېزګاری د له مینځه تلو لامل ګرځي، د متعال خدای د خاص رحمت څخه د بې برخه کېدو لامل کیږي، البته دا مساله هم ځان ته خاص شرایط لري چي باید ورته مسلکي کتنه وشي.