د قرآن د عمومی سیالیو د ښاغلو برخه افتتاح شوه
د ایران دآذربایجان شرقي ولایت داوقافو او خیریه چارو د ادارې عمومی مدیر حجةالاسلام سید شهاب الدین حسینی په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې تبریز د تشیّع د نړۍ لومړنۍ پلازمینه مطرح کړه او وې وئیل، خوښ یوو چې د لیندۍ د میاشتې له دولسمې نیټې د ایران د ترټولو لوئې قرآني او کلتوري پیښې کوربه یوو.
د قرآن د عمومی سیالیو په اوه څلویښتم پړاؤ کې د سړیو د برخې پرانیستونکي دستورې پرون دلیندۍ په شلمه د ایران په تبریز کې ترسره شوې.
زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکويو د قران کریم د عمومی سیالیو په اوه څلویښتم پړاؤ کې د ښاغلو د برخې پرانیستونکي دستورې پرون سهار د تبریز په عیدګاه کې د نړیوال قاري محمد حسیني پور په تلاؤت سره پیل شوې .
د ایران دآذربایجان شرقي ولایت داوقافو او خیریه چارو د ادارې عمومی مدیر حجةالاسلام سید شهاب الدین حسینی په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې تبریز د تشیّع د نړۍ لومړنۍ پلازمینه مطرح کړه او وې وئیل، خوښ یوو چې د لیندۍ د میاشتې له دولسمې نیټې د ایران د ترټولو لوئې قرآني او کلتوري پیښې کوربه یوو.
یاده دې وي چې په تبریز کې ددغو قرآني عمومي سیالیو د میرمنو دبرخې سیالۍ هم همدلته ترسره شوي دي او د سړیو د برخې سیالۍ هم له پرونه پیل شوي او د لیندۍ د میاشتې تر ۲۹ نیټې پورې به دوام ومومي . په دغو سیالیو کې په پیل کې د دیني نغمو او سرودونو برخه و وربسې هم د قرآن دحفظ او قرائت په برخو کې ښاغلي پخپلو کې سره سیالۍ کوي