ایا حضرت مهدي ع او حضرت عیسی ع په یووخت ظهور کوي؟
https://parstoday.ir/ps/news/religion-i167390-ایا_حضرت_مهدي_ع_او_حضرت_عیسی_ع_په_یووخت_ظهور_کوي
پارس ټوډی -د حضرت امام مهدي علیه السلام ظهور یوازې د مسلمانانو لپاره یوه ستره پیښه نه ده؛ بلکې حضرت عیسی علیه السلام به هم په دغه پیښه کښې ګډون ولري.
(last modified 2025-11-19T07:15:03+00:00 )
Nov 19, 2025 11:38 Asia/Kabul
  • ایا حضرت مهدي ع او حضرت عیسی ع په یووخت ظهور کوي؟

پارس ټوډی -د حضرت امام مهدي علیه السلام ظهور یوازې د مسلمانانو لپاره یوه ستره پیښه نه ده؛ بلکې حضرت عیسی علیه السلام به هم په دغه پیښه کښې ګډون ولري.

په اسلامي روایتونو کښې یوه مهمه موضوع د حضرت امام مهدي علیه السلام د ظهور په وخت له اسمان څخه د حضرت عیسی علیه السلام نزول یعني راکوزیدل او د  حضرت امام مهدي علیه السلام په امامت کښې په لمونځ کښې د حضرت عیسی علیه السلام ګډون دی.

د پارس ټوډی سایټ د راپور پراساس خو هغه پوښتنه چې تل مطرح ده دا ده :ایا حضرت عیسی علیه السلام په دار وځړول شو او  ووژل شو او که نه ؟

قران کریم د سوره نساء په یوسل اته پنځوسم ایت کښې په روښانه ډول ځواب ورکوي: «... وَ ما قَتَلُوهُ وَ ما صَلَبُوهُ وَ لکِنْ شُبِّهَ لَهُمْ وَ إِنَّ الَّذِینَ اخْتَلَفُوا فِیهِ لَفِی شَکٍّ مِنْهُ ما لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلاَّ اتِّباعَ الظَّنِّ وَ ما قَتَلُوهُ یَقِیناً * بَلْ رَفَعَهُ اللَّهُ إِلَیْهِ ... ؛»«هغه یې ونه واژه او په صلیب  ونه ځړول شو،  بلکې هغوې ته خبره داسې ظاهره شوه چې عیسی  په صلیب ځړول شوی. او  خدای پاک هغه خپلې خوا ته بوتله یعني اسمان ته یې وخيژوه....»

په معتبرو روایتونو کښې ویل شوي دي چې د حضرت امام مهدي علیه السلام له ظهور څخه وروسته حضرت عیسی علیه السلام له اسمان څخه راکوزیږي، وروسته  د هغه امیر حضرت مهدي علیه السلام حضرت عیسی علیه السلام ته وايي: راشه او زمونږ لپاره لمونځ وکړه(یعني د لمانځه امامت وکړه) نو حضرت عیسی علیه السلام وايي: نه له تاسو څخه ځینې کسان په ځینو نورو باندې امیر او فرمانروا دي، ځکه چې خدای پاک د دغه امت (امت خاتم)درنښت کړی دی.

اسمان ته د حضرت عیسی علیه السلام د عروج او د هغه د عمر د اوږدیدا فلسفه شاید د هغه ستر رول د لوبولو لپاره وي چې د حضرت امام مهدي علیه السلام د ظهور په حساس پړاو کښې پرغاړه لري؛ چې د نړۍ عیسایان ایمان راوړي.

په همدې دلیل طبیعي ده چې د حضرت امام مهدي علیه السلام په ظهور سره د نړۍ عیسایان زیاته خوشحالۍ او خوښې وښي او د حضرت عیسی نزول د مسلمانانو په شان الهي لورینه وګڼي.

حضرت عیسی علیه السلام به د بیلابیلو هیوادونو کتنه وکړي  او خدای پاک نښې نښانې او معجزې د هغه په لاس ښکاره  کوي چې عیسایان سوکه سوکه اسلام ته هدایت شي.

د حضرت عیسی علیه السلام د دغه شتون لومړۍ نتیجه به له اسلام او مسلمانانو سره د لویدیځو حکومتونو د دښمنۍ کمیدل وي او هماغه ډول چې په روایتونو کښې ویل شوي دي د حضرت امام مهدي علیه السلام او د هغوې ترمینځ د سولې او د اوربند تړون ټینګیږي.

د حضرت امام مهدي علیه السلام په نړیوال حکومت کښې چارواکي او مسوولان باید د امت له لویانو او نیکو کسانو څخه وي.

د روایتونو پراساس د حضرت امام مهدي علیه السلام حکومت به له پیغمبرانو ، د هغوې له ځاې ناستو ، پرهیزګاره کسانو او صالحانو څخه جوړ شي.

په یوه روایت کښې ویل شوي دي چې حضرت عیسی علیه السلام حضرت امام مهدي علیه السلام ته وايي:بې شکه زه د وزیر په توګه استول شوی یم د امیر او فرمانوا په توګه نه.»( ملاحم ، ابن طاووس، ص ۸۳؛ و الفتن، ابن حماد، ص ۱۶۰)