په قرآن کریم کې د ژبې د کنټرول لامل څه دی؟
(last modified Wed, 06 Nov 2024 08:58:49 GMT )
Nov 06, 2024 13:28 Asia/Kabul
  • په قرآن کریم کې د ژبې د کنټرول لامل څه دی؟
    په قرآن کریم کې د ژبې د کنټرول لامل څه دی؟

پارس ټو ډی - د حجت الاسلام والمسلمین رفیع په وینا انسان په خپله ژبه له نورو سره احسان کولای شي او د هغې له لارې کرکه او خپګان هم پیدا کولای شي.

د علمیه حوزې استاد   حجت الاسلام والمسلمین "ناصر رفیعی" وویل: د انسان په ژوند کې یو له مهمو شیانوچی  اکثره خلک پرې اخته دي د ژبې د ګناهونو ستونزه ده. څرنګه چې د ژبې ګناهونه شتون لري، وړیا او ارزانه دي، او ډیری او متنوع دي، نو خلک  پرې ډیر اخته کیږي .

 ښاغلي د دخبرې په کولو سره   چې ټولې کبیره ګناهانې د ټولو لپاره شتون نلري او  ټول انسانان  هغه نه ترسره  کوي وویل : د بیلګې په توګه، یو له لویو ګناهونو پر کفارو د وسلو پلورل دي. ډیر  خلک دا  ګناه نه کوي. خو د ژبې ګناه داسې نه ده ځکه چې تنوع لري او اسانه او ارزانه ده.

دحوزې  استاد دې ته په اشارې سره چې قرآن کریم انسان ته د خپلې ژبې د کنټرول امر کړی دی وویل: روایت دی چې د بنده ایمان کامل او سالم نه دی تر څو چې روح یې سالم نه وی، د انسان روح تر هغه پورې سالم نشی پاتې  کیدلای چی  ژبه یی سمه نه وي ؛ حدیث شریف دی څوک  چې خبرې کوي هغه په ​​ژبه پیژندل کیږي او د انسان شخصیت د هغه د ژبې لاندې دی. انسانان د ژبې له لارې له نورو سره ښه چلند کولی شي او د هغې له لارې کرکه او خپګان هم رامینځته کولی شي.

هغه په ​​دې خبرې سره چې د مينې د پيدا كولو او د حکمت  د دروازو د پرانستلو يو عامل خاموشي ده زياته كړه: په چوپتيا كې سړى هيڅ ګناه نه كوي كه ښه عمل ونه كړي.

 په ډېرو احادیثو کې پر لږو خبرو ټینګار شوی، د بېلګې په توګه روایت دی چې چوپتیا د حکمت له دروازو ده.

 ښاغلي رفیعي  د ښې وینا د ځانګړتیاوو په اړه وویل: قرآن کریم وایي چې ښه وینا هغه وینا ده چی  لومړی اګاهانه وي  . نن سبا  کله ناکله د  مصنوعی هوښارتیا  له لارې د کسانو عکسونه او غږونه په مجازي فضا کې تولید او خپریږي، نو  ځکه ضروری ده  ، د قران د جوتو آیاتونو  او روایاتو له مخې   انسان د هغه څه پیروي ونه کړي  چې پرې خبر نه وي. ډیری خبرې د ناپوهۍ او د شک پر بنسټ دي.

هغه دې ته په اشارې سره چې قرآن کریم د کلمو په اهمیت ټینګار کړی دی وویل: خبرې  باید بنسټ ولري. قرآن خلکو ته د تقوا او د عقل خبرې کولو بلنه ورکوي. د بېلګې په توګه باید په سیاسي بحثونو او ټاکنیزو مناظرو کې بې بنسټه خبرې ونه شي. همدارنګه، قرآن ټینګار کوي چې خبرې باید سختې یا د غندلو وړ نه وي.

د حوزې  استاد په دوام کښې زیاته کړه: بله ځانګړنه چې قرآن پرې ټینګار کړی د نظر په بیانولو کښې عدالت دی. په سیاسي بحثونو کې باید څرګندونې عادلانه وي نه تخریبي. له عمل سره خبرې کول، ښکلې خبرې کول او په زړه پورې وینا کول د ښې وینا بله ځانګړتیا ده چې قرآن یې خلکو ته امر کوي.

کلیدي کلمات: قرآن کریم، د ژبې کنټرول، حجت الاسلام والمسلمین "ناصر رفیعی "، د ژبې ګناهونه څه دي؟