د حضرت امام موسی کاظم (ع) د شهادت تسلیت ومنئ
نن د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د رجب د میاشتې ۲۵مه نېټه، د نړۍ د شیعیانو د اووم معصوم امام، حضرت امام موسی کاظم (ع) د شهادت کلیزه ده.
امام موسی کاظم (ع) به د خپل پلار حضرت امام جعفر صادق (ع) په ستر علمي مکتب کې ګډون کولو او د خپل پلار له فضائلو په برخمنېدو سره، د تقوا، استقامت، شجاعت او انصاف غوښتنې په شان د لوړو اخلاقي صفاتو او ځانګړنو مشهور مثال وګرځېد.
امام موسی کاظم (ع) کابو ۳۵ کلونه د مسلمانانو امامت پر غاړه درلود، خو زیاتره کلونه یې په بند او جلاوطنۍ کې تېر کړل.
دا شرایط ښودنه کوي چې د دوی په وخت کې، د اهل بیتو(ع) پر کورنۍ د عباسي حاکمانو سختي او کړاوونه زیات شوي وو.
هغوی به پر مسلمانانو باندې د واکمن فاسد سیاسي او اجتماعي نظام په وجه، د دغو موجودو حالاتو خلاف راپورته شو او په دغه شان موقعیت کې به امام، د خلکو سیاسي او ټولنیزه پوهه زیاتوله او د بني عباس واکمنانو طریقه به یې د اسلامي ارزښتونو اپوټه بلله.
د وخت واکمن عباسي خلیفه هارون الرشید چې نه غوښتل خلک د حضرت امام موسی کاظم (ع) د علم او فضیلت له ستر دریابه ګټه پورته کړي، په یوې دسیسې سره یې په زندان کې امام ته زهر ورکړل او هغه بزرګواره امام په ۱۸۳ هجري قمري کال کې د ۵۵ کالو په عمر په شهادت ورسېد.
د ایران د راډیو او ټلویزیون اداره د نړۍ ټولو مسلمانانو په تېره بیا د رسول ا... مبارک د پاکې کورنۍ مینوالو او د هغه حضرت ویرجنو ته تسلیت او تعزیت وایي.