د رهبرۍ لیدتوګې (د حج له چارواکو او حاجیانو سره لیدنه)
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د لمر په حضور کې نومې لړئ له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،دغه نننئ مطلب هم د حج او زیاراتو د چارو له چارواکو او حاجیانو سره د اسلامی انقلاب د معظم لارښود لیدنې ته بیّله ده، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي.
دوستانو د حج شپې ورځې هره شیبه نږدې کیږي او حاجیان هغه ټکي ته د رسیدو لپاره بې تابه دي چې ګواکې د الوتنې پیل دی. د رڼا په لور له دوړو او غبارونو د ډکو فطرتونو الوتنه. کعبه ګواکې د الوتونو او پروازونو پيل دی. څوک له بهره مرسته کوي څو ته آزاد شې. نه یوازې له خپلو جامو، بلکې له خپلو زندانونو او آسارتونوڅخه، له ناوړه عادتونو،د خولې له بدو خبرو، له ناسمو نیتونو، او له زنځیرونو څخه آ زادول . پروردګار ستا مرسته کوي څو په دې سفر کې، د طواف، سعی او صفا څخه د حج تر وروستیو مناسکو پورې، خپله پیله دې ماته کړه، پوستکی وغورځوه او الوت وکړه . هو! حج د خدای په لور الوتنه او د هغه د بندګي وآخوا ته کوچ دی.
د اسلامی انقلاب معظم مشر آیت ا... العظمی سید علی خامنهای د حج د چارواکو او د بیت ا... الحرام له حاجیانو او زیارتوالو سره په کتنې کې وفرمایل: «د حج د فریضې ظاهري شکل او جوړښت سل فیصده سیاسي دی، خو منځپانګه ئې سل فیصده عبادي ده.
د حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنهای یوه لویه اندیښنه پخپله د حج پیژندنه ده. د هغه په نظر، د حج پیژندنه او د هغې رغنده درسونه د بشریت لپاره ډیری برکتونه لري.د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دې اړه د قرآن کریم ایتونو ته اشاره وکړه. قرآن کریم حج د ټولو خلکو او بشریت لپاره ګڼي. د حج سورې د ۲۷ ایت په یوې برخې کې راغلي؛ وَ اَذِّن فِی النّاسِ بِالحَجّ / ؛ او په خلکو کې د حج لپاره غږ او چغه پورته کړه:: په بل مبارک ایت کې ویل شوي: «یقیناً هغه لومړنی کور چې د خلکو د عبادت لپاره جوړ شوی، هماغه دی چې په مکه کې دی، چې له برکته ډک او د نړیوالو لپاره د هدایت وسیله ده.: په دغو آیتونو کې د "ناس" کلمه، چې د خلکو معنی لري، ښئي چې خدای کعبه د ټولو خلکو او بشریت د عبادت ځای ګرځولی دی. حتی خدای دا ځای د بشریت د چارو د سنبالولو لپاره یو مرکز ګڼلی؛ لکه څنګه چې د مائده سورې په ۹۷ ایت کې ویل شوي: «خدای کعبه - بیت الحرام - د خلکو د چارو سمبالولو او د تل پاتیکیدا وسیله ګرځولې ده...»
آیت الله العظمی سید علی خامنهای دغو مبارکو ایتونوته په اشارې سره، د بیت ا... الحرام حاجیانو او زیارتوالو ته وویل چې د تاسو دغه مقدس ځای ته تلل او د حج او زیارت کول یو داسې عمل دی چې ګټه ئې بشریت ته رسیږي؛ په دې شرط چې په خپلو شرایطو سره ترسره شي. هغه وفرمایل: «دا غونډه په اصل کې د انسانانو د ګټو لپاره ده. د حج سورې د ۲۸ ایت یوه برخه فرمائي؛ لِیَشهَدوا مَنافِعَ لَهُم. « څو د خپلو ګټو شاهدان شي» خلک په مکې، بیت الله الحرام او د حج په بیلابیلو سیمو کې ټولیږي څو خپلې ګټې ومومي.... اوس دا ګټه څه ده؟ «د اسلامي امت یووالی». زما په نظر، د اسلامي امت لپاره تر یوالي بل هیڅ لوړه ګټه نشته.»

د اسلامی انقلاب د ستر لارښود له نظره، که اسلامي امت یو موټی وي، لاسونه سره یو کړي، همغږي او ملګرتیا وکړي، هیڅکله به د غزې او فلسطین ناوړه پیښې نه وي رامنځته شوې او یمن به داسې تر دباؤ لاندې نه وي. هغه په دې اړه روښانه کړه؛ کله چې مونږ له یو بل جلا یو، استعماري رژیمونه - امریکا، صهیونیسټي رژیم، او ځینې نور اروپايي او غیر اروپايي هیوادونه، خپلې ګټې او غوښتنې د ملتونو پر ګټو برلاسه کوي او ورته اهمیّت ورکوي؛ بیا نو د هغو هیوادونو په څیر حالت رامینځته کیږي چې د دوي تر دباؤ لاندې دي؛ د غزې په شان وضعیّت رامنځته کیږي! کله چې یووالی وي،نو امنیت، پرمختګ او ملګرتیا راځي. مونږ یو اسلامي هیواد ته هغه مرستې ورکولی شو چې هغه ئې نه لري؛ مونږ هم له فلاني اسلامی هیواد سره مرسته کولی شو، او هغه هم له موږ سره مرسته کولی شي، ټول له یو بل څخه ګټه اخلي، ټول یو بل سره مرسته کوي؛دا ګټه ده. لِیَشهَدوا مَنافِعَ لَهُم؛ حج ته په دغه نظر سره وګورئ:::
د مسلمانانو ولی امر او د اسلامی انقلاب ستر لارښود په خپلو خبرو کې د حج د مناسکو رازونو او پټو درسونو ته اشاره وکړه. د هغه له نظره، د حج هر مناسک د بشر د ژوند لپاره یو ظاهري اړخ لري او یو باطني درس ؛ هغه د حج د درسونو په توضیح کې د هر مناسک او د هغه د درسونه په زړه پورې انداز سره تشریح کړل.
؛احرام ؛ د حج لومړنی واجب عمل دی. احرام باید په هغو ځایونو کې ترسره شي چې شریعت مشخص کړي او د میقات په نوم یادیږي.
د اسلامی انقلاب ستر مشر د احرام تړلو او د لبیک ویلو د درس په اړه هم وفرمایل: «احرام یعنې د ژوند جامې، زینتونه لیرې کول او د کپړې یا ټوکرو په یوې ټوټې سره (طواف ته تلل)، له لومړي احرام څخه چې وایې «لبیک»، د خدای سره د حاجت او ارادت اظهار پیل کوې؛ لَبَّیکَ اَللهُمَّ لَبَّیک... احرام ښئي چې د نړۍ تر ټولو شتمن او تر ټولو غریب کس چې په حج کې دي، دواړه باید یو شان کالي واغوندي او د دوی ترمینځ هیڅ توپیر نشته؛ د احرام کالي، د انسانانو د یو شان کولو درس دی د خدای په وړاندې، دا د بندګۍ درس دی.»
د اسلامی انقلاب معظم لارښود وروسته د کعبې شاوخوا طواف ته اشاره وکړه او دا ئې د توحید درس وباله. هغه وفرمایل؛د طواف درس، د توحید د مرکزیت شاوخوا ګرځیدل دي. بشریت ته دا درس ورکوي چې ستا د ژوند حرکت باید د توحید په ګیرچاپیره چورلي : ژوند، توحیدي ژوند؛ حکومت، توحیدي حکومت؛ اقتصاد، توحیدي اقتصاد؛ د وروڼو او خویندو سره چلند، توحیدي چلند؛ توحیدي کورنۍ؛ د ژوند ټولې چارې باید د توحید پر چورلیز وي. دا د طواف اشاره، د ژوند یو درس دی؛ دا درس دی.::
هغه زیاته کړه: «که بشریت توفیق ترلاسه کړي چې خپل ژوند، حکومت، درس، جګړه، سوله، ملګرتیا، او دښمني د خدای پر چورلیز ترسره کړي، نو نړۍ به د ګلونو باغ شي. که توحید معیار وي،دا خودغرضي، بې رحمي، ظلمونه، وژنې، ماشوم وژنې،استعمار او په نورو هیوادونو کې مداخلې به له مینځه لاړې شي.:::
د حج له نورو غوره مناسکو څخه یو د صفا او مروې ترمینځ سعی یا منډې وهل دي. کله چې حاجیان باید د حضرت ابراهیم (ع) د میرمنې هاجر په څیر، اووه ځله د صفا او مروه ترمینځ تګ راتګ وکړي او هغه سختی تجربه کړي چې هاجر د خپل زوی اسماعیل لپاره د اوبو د موندلو په لټه کې تیره کړې وه. سعی د چټک تګ معنی لري. د اسلامی انقلاب ستر مشر د دغه عبادي عمل د درسونو په اړه وفرمایل: «د صفا او مروې ترمینځ سعی او منډه وهل عبادت دی؛ په دې کې ذکر ویل کیږي او دعا لوستل کیږي، خو دا عمل یو سمبولیکه اشاره لري؛ یعنې تل د ژوند د ستونزو د غرونو ترمینځ حرکت وکړئ، هڅه وکړئ. «سعی» یعنې چټک تګ. د ژوند د ستونزو د غرونو ترمینځ، هیڅکله مه درېږئ، هیڅکله مه حیرانه او سرګردانه کیږئ؛ حرکت وکړئ، بیړه وکړئ او چټک شئ ؛ دا د سعی درس دی.»
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنهای زیاته کړه، عرفات، مشعر او منا په لور تلل ، حرکت او له سکون څخه د مخنیوي درس دی. هغه دریدا د خدای د غوښتنې پرخلاف وبلله او ټینګار ئې وکړ چې خدای بشر د دریدا او چُپتیا لپاره نه بلکې د حرکت لپاره پیدا کړی دی. خدای هغه ته عقل، پوهه، لاسونه، پښې او ژبه ورکړې څو په یو ساکن حالت کې پاتې نه شي، بلکې تل په حرکت او پرمختګ کې وي.
د حج یوه عجیبه فریضه قرباني ده، او حاجیان باید د قرباني د اختر په ورځ د حضرت ابراهیم (ع) په څیر یو پسه قرباني کړي. د اسلامی انقلاب مشر د صافات سورې ۱۰۲ ایت ته اشاره وکړه چې وايي: «کله چې (ابراهیم (ع)) له هغه (اسماعیل) سره د هڅې او کوشش مقام ته ورسید، نو وې ویل: زویه! ما په خوب کې ولیدل چې تا ذبح کوم، ستا نظر څه دی؟ هغه وویل: پلاره، هر څه چې امر دی اجرا ئې کړه، د خدای په خوښه به ما له صابرانو څخه ومومې:: هغه په دې باور دی چې قرباني کول د تر ټولو خوښو او دقدرمنو شیانو د قرباني کولو بیلګې ته اشاره لري؛ لکه حضرت ابراهیم چې د خدای د امر په اساس حتی خپل زوی قربانګاه ته بوتلو، مونږ انسانان هم ځینې وخت باید له خپلو تر ټولو قدرمنو او خوږو شیانو تیر شو او قرباني ئې کړو.
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنهای وروسته د «رمي جمرات» یادونه وکړه او دا ئې په ژوند کې له شیطان سره د مبارزې سمبول وباله. هغه وفرمایل: «رمي جمرات یعنې شیطان ویشتل، په هر ځای کې چې شیطان ومومې، شیطان ووله . شیطان باید وپیژندل شي او وویشل شي. مونږ هم انساني شیطانان او هم جني شیطانان لرو؛ وَ کَذٰلِکَ جَعَلنا لِکُلِّ نَبیٍّ عَدُوًّا شَیاطینَ الاِنسِ وَ الجِنِّ یُوحی بَعضُهُم اِلىٰ بَعضٍ زُخرُفَ القَولِ غُرورًا /
داسې مونږ د هر پیغمبر لپاره له انس او جن شیطانانو څخه دښمنان جوړ کړل؛ دوی په پټه او غوږ کې یو بل ته دوکه ورکوونکې او بې بنسټه خبرې کوي... (سورة انعام، د ۱۱۲ ایت یوه برخه)» شیطان ویشتل او وهل یعنې د شیطاني دسیسو او وسوسو پیژندل او له دوي سره دوامداره مبارزه. دا د حج د ښکلو مناسکو یو بل درس دی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود په پاي کې دا ټکي دحج د لویو درسونو یوه لنډه برخه وبلله. دوي په دې باور دي چې د دغه معرفتي سمندر اړخونه او ژوروالی ډیر دی او اسلامي حکومنونه ،د حج کوربه حکومت، د هیوادونو مسؤلان، عالمان، روشن فکران، لیکوالان، ویناوال، او هغه کسان چې په خلکو کې د اغیزشیندنې ځای لري، دحج د بیلابیلو اړخونو په پیژندلو کې لوي او دروند مسؤلیت لري؛ دوي کولی شي د حج د حقیقت په اړه خلکو ته توضیحات ورکوتي او دوی ته یې ورپيژندلی شي.
دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤنو تر بل وخت پورې مو په نیاومن خداي سپارو. ا... مو مل او ملګری
(سیماب)
***************************************************