د افغانستان د فوټبال لوبډلې تمرینات پیل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/sport-i140914-د_افغانستان_د_فوټبال_لوبډلې_تمرینات_پیل_کړل
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې تمرینات پرون په کابل کې د فوټبال د کورنیو لوبغاړو او په ایران کې د مېشتو لوبغاړو په شتون سره پیل شول.
(last modified 2023-11-02T12:05:37+00:00 )
Nov 02, 2023 16:34 Asia/Kabul
  • د افغانستان د فوټبال لوبډلې تمرینات پیل کړل

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې تمرینات پرون په کابل کې د فوټبال د کورنیو لوبغاړو او په ایران کې د مېشتو لوبغاړو په شتون سره پیل شول.

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې تمرینات پرون په کابل کې د فوټبال د کورنیو لوبغاړو او په ایران کې د مېشتو لوبغاړو په شتون سره پیل شول.

د فوټبال فدراسیون خبر ورکړی، هغه لوبغاړي چې له افغانستانه بهر بوخت دي په قطر کې به د لوبډلې د تمرین له پړاو سره یوځای شي .

دغه تمرین د مشر روزونکي پرته او د علي احمد یارزاده تر څارنې لاندې ترسره شو.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ملي لوبډلې د کوېټي روزونکي عبدالله المطیري له ګوښه کېدو او په لوبډله کې له ګډوډیو وروسته تر اوسه په رسمي ډول نوی مشر روزونکی نه دی اعلان کړی.