د نیوزلینډ پر وړاندې لوبه کې مشفیق الرحیم عجیبه سوزېدل
https://parstoday.ir/ps/news/sport-i142732-د_نیوزلینډ_پر_وړاندې_لوبه_کې_مشفیق_الرحیم_عجیبه_سوزېدل
د نیوزلینډ او بنګلدېش ترمنخ په ټیسټ لوبه کې بنګلدېشي ویکټ کیپر بیټسمین مشفیق الرحیم له بولډ، ایلبي ډبلیو، کیچ او رن اوټ پرته په عجیبه ډول وسوزېده.
(last modified 2023-12-06T10:43:18+00:00 )
Dec 06, 2023 13:27 Asia/Kabul

د نیوزلینډ او بنګلدېش ترمنخ په ټیسټ لوبه کې بنګلدېشي ویکټ کیپر بیټسمین مشفیق الرحیم له بولډ، ایلبي ډبلیو، کیچ او رن اوټ پرته په عجیبه ډول وسوزېده.

د نیوزلینډ لوبغاړو د اپیل وروسته د لوبڅارانو له لورې مشفیق الرحیم ته هغه وخت د اوټ پرېکړه واورول شوه، چې هغه د نوموړي له لورې د سټاپ شوي توپ مخه په لاس ونیوله.

نوموړي په دې موخه چې توپ په ویکټو ونه غورځېږي، توپ یې په بیټ د سټاپ کولو وروسته په لاس له ویکټو وژغوره.

د کرېکټ په تاریخ کې د مشفیق الرحیم په څېر سوزېدنه، د بنګلدېش په کچه  په لومړي ځل ترسره کېږي، چې مشفیق الرحیم هم پرې غبرګون وښوده.

تر دې وړاندې په نړیوال جام کې یو سرلینکایي لوبغاړی، لوبغالي ته د یوې دقیقې ځنډ داخلېدو له امله سوزېدل شوی اعلان کړ.