ننګرهارکې په لومړي ځل د رګبي لوبې ترسره شوې
ننګرهار کې په لومړي ځل د رګبي لوبې ترسره شوې چې د چارواکو له لورې نورو لوبو ته د پاملرنې ډاډ هم ورکړل شوی دی.
د ننګرهار د بدنې روزنې ریاست مطبوعاتو مسول شاهدالله فضل زی وایي، په دغه ولایت کې په لومړي ځل د رګبي سیالۍ ترسره شوې.
نوموړی وایي په دې سیالیو کې چې د دې لوبې د دودونې په موخه ترسره شوې په کې اریان، خراسان، سپین غر او ننګرهار لوبډلو برخه اخیستې وه چې یاده سیالي د ننګرهار لوبډلې په بریا پای ته ورسیدې.
د ننګرهارولایت ورزش او بدنې روزنې ریاست مطبوعاتي مسول وایي په دوه بېلابېلو نړیوالو لوبو کې چې په پلازمینه کابل کې ترسره شوې، افغان لوبغاړو خپلو پاکستاني او ایراني سیالانو ته ماتې ورکړې.
نوموړی واي سیف الرحمن سلیم چې له ننګرهار ولایت څخه یې د سندوانګ رزمې نړیوالولوبوکې چې په لومړي ځل جوړې شوې وې برخه اخیستې وه چې خپل پاکستانی سیال یې دلوبې په دویمه پاڼې کې مات او بریا یې ترلاسه کړه.
فضل زی وایي په هغه نړیوالو رزمې سیالیو کې چې په لومړي وار پلازمینه کابل کې ترسره شوې له ننګرهاره برخه اخیستونکي لوبغاړي عبدالواجد سکندري د لوبې په دریمه پاڼۍ کې خپل ایراني سیال ته ماتې ورکړه او سیالي یې پر خپل نامه کړه.
د ننګرهار ورزش او بدنې روزنې ریاست مطبوعاتي مسول وایي، دا مهال د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیوکې د کرکټ، والیبال او نورو ورزشي څانګو سیالۍ روانې دي چې موخه یې په دې ولایت کې د ورزش غوړیدا او خلکو ته د تفریح سالم چاپیریال برابرول دي.