مراکش ته د افغانستان د فوټسال سفر
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د دوو تمریناتي لوبو د ترسره کولو لپاره مراکش ته ولاړه
د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې د مراکش پر وړاندې د افغان زمریانو د چمتووالي لوبې به د سرطان د میاشتې په شلمه او درویشتمه نیټه د چهارشنبې او شنبې په ورځ د تړلو دروازو تر شا او له لیدونکو پرته ترسره شي.
مراکش د فوټسال په برخه کې یو له ځواکمنو هېوادونو څخه دی، چې په وروستیو کلونو کې یې ښه وده کړې او په نړیوال جام کې یو له هغو لوبډلو څخه دی.
د فوټبال فدراسیون د مراکش په افغان زمریانو کې مهران غلامي، علي رضا جعفري او خداداد ابراهیمي هم شامل کړي دي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د دغو تمریناتي لوبو په ترسره کولو سره د دوه زره او څلور ویشت کال نړیوال جام ته تیاری نیسي.
د یادونې وړ ده چې ملي لوبډلې مراکش ته تر سفر مخکې د ایران په مشهد ښار کې د فوټسال په څلور اړخیزه سیالۍ کې ګډون کړی و.