-
یو روسي شنونکی: پر ایران د اسرائیلو برید، یوه ستراتېژیکه تېروتنه وه؛ ایران به دا مقابله وګټي
Jun 14, 2025 12:15پارس ټوډې – د لوېدیځې آسیا د سیاسي چارو یوه روسي کارپوه وویل: پر ایران د اسرائیلو له خوا برید، یوه لویه تېروتنه وه، یو داسې عمل چې وښودله، دوی په خپلې اجنډا کې د ټولو پاروونکو لارو څخه ستړي شوي دي.
-
د اسرائیلو تیریو او جنایتونو ته ځواب ورکول د ایران روا او قانوني حق دی
Jun 14, 2025 12:04د پاکستان د ولسی جرګې د دفاعي چارود کمیشن مشرسردار فتح ا... خان میان خیل نن په اسلامآباد کې د ایرنا له خبریال سره په یوې ځانګړې مرکې کې د قدس د نیواکګر رژیم له لورې د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې جنایتکار او وحشي ډوله برید په کلکه وغند او وې ویل: مونږ په دې سختو شیبو کې د ایران ملاتړي یوو او د خپلو وروڼو د بریا او سرلوړي لپاره دعا کوو.
-
افغان چارواکي وائي ایرانیو توغندیو غزې ته د مقاومت او آزادۍ پیغام ورساوه
Jun 14, 2025 11:44د افغانستان د طالبانو د حکومت د کلتوري کمیشن یوه مسئول د ایران د وعده صادق ۳ عملیاتو او د توغندوي برد د غبرګون په اړه وویل،د ایران توغندیو غزې ته د مقاومت او آزادۍ پیغام ورساوه.
-
موږ به هغوی بېچاره کړو؛ پر اسرائیلو د ایران له بریدونو مخکې امام خامنه يي څه پیغام ورکړ؟
Jun 14, 2025 10:39پارس ټوډې - آیت الله خامنه يي د خپل پیغام په یوه برخه کې وفرمایل: هرڅوک احساس کوي چې باید د صهیونیسټي ترهګر، رذیل او خبیث هویت پر وړاندې په قدرت سره عمل وشي؛ باید په قدرت سره عمل وشي، او انشاءالله په قدرت سره به عمل وشي، او له هغوی سره به جوړجاړی ونه کړو.
-
عمان د سیمې د تاوتریخوالي د کنټرول لپاره ډیپلوماټیکې هڅې ته دوام ورکوي
Jun 14, 2025 10:08د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدي او د هغه یو شمېر سیمهایزو او نړیوالو سیالانو د روانو ډیپلوماټیکو هڅو په چوکاټ کې، د خطرناک پوځي تاوتریخوالي او د سیمې د کړکیچ د کنټرولولو لپاره یو لړ ټیلیفوني اړیکې ټینګې کړي دي.
-
د ایران د پوځ آرش بېپیلوټه الوتکې په نیواکي ټاټوبو کېې پر ټاکلو ټارګټونو لګيدل
Jun 14, 2025 09:58د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ یو شمېر آرش نومې ډرونز نن سهار په نیواکي ټاټوبو کې پر ټاکل شووټارګټونوولګیدل.
-
یوه ایراني چارواکي په زغرده ووئيل؛ پر اسرائیلو به بریدونه نور هم زیات شي
Jun 14, 2025 09:34ایراني چارواکي سياېناېن ته وویل ؛د ایران اسلامي جمهوریت به د هر هغه هېواد سیمهایزې اډې په نښه کړي چې له اسرائیلو سره مرسته کوي.
-
روسي څېړونکی د صهیونیسټي رژیم له برید وروسته په تهران کې د عمومي وضعیت په اړه وايي: هېڅ ویره نشته
Jun 14, 2025 09:31پارس ټوډې - د مسکو چاپ کامرسانت ورځپاڼې، له یوه روسي څېړونکي سره چې دا مهال په تهران کې دی، خپله مرکه د دې سرلیک تر عنوان لاندې خپره کړې ده: هېڅ ویره نشته، ټول خپل کار ته دوام ورکوي.
-
آیا د اسرائیلو هدف، د امریکا او ایران ترمنځ د سختې جګړې رامنځته کول دي؟
Jun 14, 2025 08:58پارس ټوډې - د نړیوالو چارو شنونکي ولادیمیر لئونیدوویچ شاپووالوف، د جمعې په سهار د اسرائیلو په برید کې د ایراني اټومي ساینس پوهانو د یوې ډلې په ګډون، د ملکي وګړو شهادت ته په اشارې سره وویل: دا کړنې د جنګي جنایت یوه بېلګه ده.
-
بقائي: تهران د راتلونکي پړاو خبرو اترو لپاره د ګډون پریکړه لا نه ده کړې
Jun 14, 2025 08:51پارس تودي - د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران او امریکا ترمینځ د غیر مستقیمو خبرو اترو د راتلونکي پړاو په اړه وویل: لا هم روښانه نه ده چې مونږ به د یکشنبې په ورځ په دې اړه کومه پرېکړه وکړو.