-
د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو د ویستلو پروګرام د لغوه کولو غوښتنه وکړه
Apr 06, 2025 04:00د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې له پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو پروګرام د لغوه کولو لپاره کمپاین پیل کړی دی.
-
صهیونیسټي رسنۍ: انصار الله د افریقا په وچې کې نفوذ کړی دی
Apr 06, 2025 03:59د صهیونیسټانو یوې رسنۍ راپور ورکړی چې د یمن انصارالله غورځنګ خپل نفوذ افریقایي براعظم او د سره سمندر شاوخوا ستراتیژیکو سیمو ته پراخوي. هغه موضوع چې د دې رسنۍ په وینا، د اوسني اټکلونو هاخوا د صهیونیسټ رژیم لپاره یو ګواښ ګڼل کیږي.
-
ایران : په ۱۱ میاشتو کې یې افغانستان ته د ۲.۲ میلیارد ډالرو غیرنفتي صادرات کړي
Apr 06, 2025 03:55د ایران د ګمرکونو د ادارې رئیس وايي چې ایران د ۲۰۲۴ کال د مارچ له ۲۰مې د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ تر ۱۸مې پورې، افغانستان ته د ۲.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت غیرنفتې توکي صادر کړي دي.
-
امیر حیدري: دښمن ته به اجازه ورنکړو چې شرارت وکړي
Apr 06, 2025 03:10د ایران د ځمکنیو ځواکونو قوماندان، د دې خبرې په کولو سره چې مونږ د نړۍ یو له خورا پیاوړو پوځونو یو، وویل: "مونږ به دښمن ته اجازه ورنکړو چې هیڅ ډول شرارت وکړي."
-
سیاسي تبصره: د ټرمپ د تعرفو جنګ ته د نړۍ منفي غبرګون
Apr 05, 2025 11:28د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د امریکا د نویو تعرفو اعلان، چې د نړۍ نږدې ټول هیوادونه پکې شامل دي، په ټوله نړۍ کې له منفي غبرګونونو سره مخ شوی دی. دا غبرګونونه د امریکې د لویدیځو شریکانو لکه اروپایي اتحادیې او کاناډا څخه نیولې تر سیالو هیوادونو لکه چین پورې دي. د ټرمپ له دې اقدام څخه به ټولټال ۱۸۰ هیوادونه اغیزمن شي. البته، روسیه د امریکې د پراخو بندیزونو له امله له نویو تعرفو څخه ایستل شوې ده.
-
حماس: د صهیونیسټانو جنایتونه د نړیوالې ټولنې په تندي د شرم داغ دی
Apr 05, 2025 07:31حماس د نیواکګر رژیم د ظالمانه جنایتونو په وړاندې د نړۍ پر چُپتیا سخته نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې صهیونیسټ دښمن په غزه کې د ټولو ملکي تاسیساتو ویجاړولو ته دوام ورکوي، خو د فلسطینیانو اراده نه شي ماتولی، او دا جنایتونه به د نړیوالې ټولنې په تندي د شرم یو داغ پاتې شي.
-
د امریکا ملاتړونه د اسرائیلو رژیم د جنایتونو په دوام کښې مهم رول لري
Apr 05, 2025 00:53ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ویښتیا د نړیوالې ټولنې مشر «علي اکبر ولایتي» د لبنان په جنوب او په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژيم د تیریو په غندلو سره ټینګار وکړ: له اسرائیلو رژیم څخه د امریکا او د ځینو اروپايي هیوادونو ملاتړونه د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو په دوام کښې مهم رول لري.
-
د بشري حقونو عالي کمیشنر وايي د مارچ له لومړۍ نېټې ۱۲۰۰ فلسطینیان د اسرائیلي رژیم په عملیاتو کې وژل شوي
Apr 04, 2025 14:14وولکرتُرک ټینګار کړی چې ژر تر ژره باید په غزه کې اوربند ټینګ او د بشري مرستو اجازه ورکړل شي.
-
هنګري ته د نتانیاهو سفر او د هغه د نیولو امر له پامه غورځول: د جرمونو نړیوالې محکمې ته نه پاملرنه
Apr 04, 2025 14:11پارس ټوډې – د مجارستان د لومړي وزیر ویکتور اوربان د دولت یوه لوړ پوړي چارواکي بوداپست ته د صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو تر رسېدو څو ساعته مخکې وویل چې هېواد یې د جرمونو له نړیوالې محکمې څخه وځي.
-
په غزې کې په یوه ښونځي بیا د وحشي صهیونیسټي رژيم په حملې کې د ۱۰۰ کسانو وینه وبهول شوه
Apr 04, 2025 02:48پارس ټوډې – خبري سرچینو په غزې تړانګې کې په یوه ښونځي باندې د صهیونیستي رژيم په وحشي ډوله حملې کې څه دپاسه سل کسانو ته مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکړی دی.