-
په مسقط کښې د ایران او د امریکا ترمینځ ډيرې جدي خبرې وشوې
Feb 07, 2026 00:12ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عمان د باندنیو چارو وزیر «بدر البوسعیدي» د مسقط په مینځګړیتوب سره د ایران او د امریکا ترمینځ د ډیرو رغنده او جدي خبرو اترو د ترسره کولو خبر وررکړ او ټینګار یې وکړ دغو خبرو اترو د دواړو هیوادونو د نظرونو د روښانه کیدا او د پرمختګ د لارو له پيژندلو سره مرسته کړې ده.
-
د هر ډول خبرو اترو ضرورت له ګواښ او دباو څخه ډډه کول دي
Feb 06, 2026 22:57ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ایرنا خبري اژانس پوښتنې ته په ځواب کښې دې موضوع ته په اشارې سره چې د امریکا او د ایران د خبرو اترو موضوع یوازې اټومي مسله ده وویل
-
د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو نوی پړاو په مسقط کې پیل شو
Feb 06, 2026 10:15د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو نوی پړاو په مسقط کې د عمان په منځګړیتوب سره ترسره کیږي.
-
ایا ټرمپ هماغه ډول چې ادعا کوي د سولې ولسمشر دی ؟
Feb 06, 2026 12:50ټرمپ، چې ځان د سولې ولسمشر ګڼي، یو ځل بیا د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ پر وړاندې خپلې ادعاوې تکرار کړې ترڅو د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه توجیه کړي، او ادعا یې وکړه چې پرته له دې، په لویدیځه آسیا کې سوله ممکنه نه وه.
-
په اسلام ابادکې په امام بارګاه کې په ځان وژونکي حمله کی ګڼ شمیر لمونځ کونکي شهیدان او ټپیان شوي دي
Feb 06, 2026 11:03د اسلام آباد په ترلايي سیمه کې په امام بارګاه او جومات خدیجة الکبری کې ځانمرګی برید شوی دی.
-
عراقچي له امریکا سره په (غیرمستقیمو) اټومي خبرو کې د ګډون لپاره مسقط ته ورسېد
Feb 06, 2026 02:40د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د امریکا له پلاوي سره په (غیرمستقیمو) اټومي خبرو کې د ګډون لپاره د عمان پلازمېنې مسقط ته ورسېد. په دې سفر کې له عراقچي سره د سیاسي چارو مرستیال«مجید تختروانچي»، د بهرنیو چارو وزارت ویاند«اسماعیل بقایي»، د بهرنیو چارو د وزیر اقتصادي مرستیال حمید قنبري او یو شمېر ایراني ډیپلوماتان ملګري دي.
-
پاکستان د افغانستان له لارې له قزاقستان سره د سوداګرۍ موافقه لاسلیک کړه
Feb 06, 2026 02:34پاکستان له قزاقستان سره د افغانستان له لارې د سوداګرۍ د پراختیا په باب موافقه لاسلیک کړه.
-
په بیجینګ کې افغان سفیر له چینايي چارواکو سره د واخان سړک په اړه خبرې کړي
Feb 06, 2026 02:31د طالبانو حکومت په واخان کې د چین تر پولې د سړک جوړولو چارو ته د دوام ورکولو ترڅنګ هڅه کوي چې چینايي چارواکو ته هم قناعت ورکړي چې له خپل لوري د دې سړک چارې پرمخ یوسي.
-
درانی: په بلوچستان کې تاوتریخوالی اندېښمنوونکی دی او حکومت دې د خلکو خوندیتوب ډاډمن کړي
Feb 06, 2026 02:28د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي چې په بلوچستان کې تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی او دولت هم مسئولیت او هم حق لري چې له خپلو اوسېدونکو ساتنه وکړي او نظم ټينګ کړي.
-
په افغانستان کې نږدې ۵ میلیونه کسان په تنفسي ناروغۍ اخته شوي
Feb 06, 2026 02:23په افغانستان کې د تنفسي ناروغانو شمېر زیات شوی دی. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دې ناروغانو شمېرې د تېرو درېو میاشتو په ترڅ کې نژدې پنځه میلیونه یادوي.