-
په غزه کې له قید او شرط پرته اوربند ته اړتیا ده
Feb 27, 2024 02:56د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش یو ځل بیا په غزه کې له قید او شرط پرته د اوربند او د ټولو یرغمل شویو کسانو د آزادېدو غوښتنه کړې ده.
-
د ملګروملتونو مشر د اوکراین د جنګ د بندیدا غوښتنه وکړه
Feb 25, 2024 01:10ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو سرمنشي «انټونیو ګوټریش» په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د غیر پوځي بیخ بنایانو پرضد حملې باید بندې شي وویل همدا اوس د روسیې او د اوکراین ترمینځ د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ د پریکړه لیکونو ، د نړیوالو قوانینو او د ملګروملتونو د منشور پراساس د عادلانه صلحې د ټینګیدا وخت رارسیدلی دی.
-
د دوحې غونډه د طالبانو د ګډون نه کولو په وجه ناکامه شوه
Feb 22, 2024 01:35د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي چې د طالبانو او د سیمې د هېوادونو له ملاتړ پرته د افغانستان په اړه هر ډول اقدام له ناکامۍ سره مخ کیږي.
-
د افغانستان او سیمه ایز بحرانونه په ملتیا اومشورو سره حل کیدلی شي
Feb 21, 2024 03:48دافغانستان په چارو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي د ملګروملتو له سرمنشي سریه په کتنې کې په سیمه ایز کړچار سره د افغانستان د مسلو پر حل ټینګار وکړ.
-
نړیواله ټولنه باید د رفح خلکو د عامې وژنې اجازه ورنکړي
Feb 20, 2024 02:15د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر«حسین امیرعبداللهیان» د ملګرو ملتونو سرمنشي«آنتونیو ګوترش» ته په یوه لیک کې، د صهیونیسټي رژیم له خوا د رفح ښار د اوسېدونکو د عامې وژنې په هکله خبرداری ورکړ.
-
د اروپا پارلمان له فیفا او یوفا څخه د اسرائیلو پر فوټبال د بندیز غوښتنه وکړه
Feb 20, 2024 03:15د ایرنا د خبر له مخې، د اروپا د پارلمان یو شمېر استازو د فلسطین له خلکو په ملاتړ، فیفا او یوفا ته په یو لیک کې په نړیوالو سیالیو کې د صهیونیسټي رژیم د فوټبال د ټیم او د هغې د کلبونو د ځنډولو غوښتنه وکړه.
-
له لوېدیځې آسیا څخه د امریکا د وتلو لازمه، د سیمې د هېوادونو د همکارۍ پراخول دي
Feb 19, 2024 03:46د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال، د سیمې د هېوادونو د همکارۍ پراختیا او د دوستانه اړیکو پیاوړتیا، د لوېدیځې آسیا له سیمې د امریکايي پوځیانو د وتلو مهم شرط وباله.
-
طالبانو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د استادانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې له ایران څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه
Feb 18, 2024 01:54د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت، په کابل کې د ایران سفارت له کلتوري مسئولینو سره په کتنه کې له دوی څخه غوښتنه کړې چې د استادانو د ظرفیت لوړولو، درسي نصاب، کیفیت لوړولو او په ایراني سازمانونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د فارغانو د جذبولو په برخه کې همکاري وکړي.
-
د طالبانو ویاند منلې چې لا هم له افغانستان څخه د نشه يي توکو قاچاق دوام لري
Feb 18, 2024 01:50د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي؛ سره له دې چې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې پرمختګ شوى، خو د دغو نشه يي توکو قاچاق لا هم دوام لري.
-
طالبان د دوحې په جوړېدونکې غونډه کې ګډون نه کوي
Feb 18, 2024 00:49د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت تلویحاً د دوحې په راتلونکې غونډه کې خپل ګډون رد کړی دی.