-
د یمن پوځ د امریکا دوې نورې کشتۍ هم ټارګټ کړي دي
Mar 06, 2024 03:50د یمن پوځ به خپلو عملیاتو ته به د غزې تړانګې د جنګ تر بندیدا او د کلابندۍ ترختمیدا پورې دوام ورکړي.
-
صهیونیسټي رژیم د فلسطینیانو د تباه کولو په لټه کې دی
Mar 05, 2024 02:52په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په اروپايي مرکز کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي ویلي چې د اسرائیلو نسل وژونکی رژیم په قصدي ډول د بشري بنسټونو په نښه کولو سره، د نیواکګرۍ پر وړاندې د فلسطینیانو د مقاومت له منځه وړلو په لټه کې دی.
-
د اوربند په خبرو کې د پام وړ پرمختګ/ په ۴۸ ساعتونو کې د اوربند اعلانېدو په تمه اوسئ
Mar 05, 2024 01:59یوې صهیونیسټي رسنۍ ادعا کړې چې موږ په غزه کې د اوربند په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شاهدان یو او تاسو به په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې په دې هکله خبرونه واورئ.
-
جهاد اسلامي د فلسطینیانو عام وژله وغندله
Mar 04, 2024 00:28یرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ په یوې بیانیې کښې د غزې تړانګې په «النابلسي» میدان کښې د وږو کډوالو د عام وژلې په غندلو سره د دغو جنایتونو په وړاندې د نړیوالې ټولنې په چوپتیا نیوکه وکړه.
-
د فلسطین د حماس غورځنګ پلاوی مصر ته رسیدلی
Mar 03, 2024 11:25زمونږ خبریال راپور راکړی د مصر یوه لوړرتبه چارواکي وویل چې د فلسطین د حماس غورځنګ یو پلاوی نن قاهرې ته رسیدلی دی چې په غزې تړانګه کښې د اوربند په هکله خبرې اترې وکړي.
-
د ایټالیا خلکو د فلسطینیانو په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې
Mar 03, 2024 08:59ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایټالیا په بیلابیلو ښارونو کښې د فلسطین د غزې تړانګې د وسیدونکو فلسطینیانو په ملاتړ کښې پراخې مظاهرې وشوې.
-
د فلسطین د غزې تړانګې ماشومان له مرګ سره مخ دي
Mar 03, 2024 08:44ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسیف(UNICEF) اجرايي مدیرې مرمین «کاټرین راسل» په دې خبرې سره چې همدا اوس د فلسطین په غزې تړانګه کښې ډیرې ماشومان له ناوړه خواړو سره مخامخ دي وویل د فلسطین ماشومان له مرګ سره مخامخ دي.
-
په رفح ښار کې د صهیونیسټي رژیم د بمبارۍ له امله ۱۴ فلسطینیان په شهادت ورسېدل
Mar 03, 2024 04:27د ایرنا د خبر له مخې، د اسرائیلي رژیم جنګي الوتکو د یکشنبې په سهار د غزې په سویل او د رفح په ختیځ کې، یو هستوګنیز کور په نښه کړی، چې له امله یې د ۶ ماشومانو په ګډون، ۱۴ فلسطینیان شهیدان او یو شمېر نور هم ټپیان او لادرکه شوي دي.
-
فلسطیني مبارزانو د صهیونیسټي رژیم دوه ډرون الوتکې نسکورې کړي
Mar 03, 2024 02:49د مهر خبري آژانس د خبر له مخې، د فلسطیني مقاومتي ډلو مبارزانو پرون په یوې بیانیې کې اعلان وکړ چې د دغه کنډک مقاومتي ځواکونو په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي رژيم دوه هرمس ۹۰۰ جاسوسي بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.
-
په غزې تړانګه کې د صهیونیسټانو نوي جنایت ته د ایران غبرګون
Mar 01, 2024 02:44د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ویلي چې د غزې زخمونه به د ازادو خلکو له حافظې او د ډله ایزو وژنو او نسل وژنې پر وړاندې د چوپتیا او ملاتړ شرم به، د بشرحقونو د دروغجنو ادعا کوونکو له تندې پاک نه شي.