-
د حملو ۷۰ فیصده قربانیان ښځې او ماشومان دي
Dec 11, 2023 00:31ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د روغتیا وزیر« بهرام عین اللهي» د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او(WHO) په بیړنۍ غونډې کښې ټینګار وکړ: د فلسطین په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د حملو اویا(۷۰) فیصده قربانیان ښځې او ماشومان دي.
-
لوېدیځ قدرتونه باید له اسرائیلو سره همکاري بنده کړي
Dec 10, 2023 04:35د پاکستان د ګوندونو مشرانو په یوې ناستې کې ټینګار وکړ، چې لوېدیځ قدرتونه باید د فلسطینیانو په خلاف د جنایتونو په ترسره کولو کې له اسرائیلی رژیم سره له ملګرتیا لاس واخلي.
-
د شیکاګو ډاکټرانو د فلسطین د خلکو ملاتړ کړی
Dec 10, 2023 02:58د امریکا د شیکاګو ښار روغتیایي کارکونکو د هنر موزیم مخې ته په راټولېدو سره، د غزې پر روغتیایي زیربناوو باندې پر پراخو بریدونو اعتراض وکړ.
-
مقاومت له الاقصی طوفان څخه په مخکې او وروسته باندې وېشل کېږي
Dec 10, 2023 02:25د ایران د اسلامي شورا مشر د سوریې له لومړي وزیر سره په کتنه کې، د الاقصی طوفان د عملیاتو پایله په سیمه ایزه او نړیواله کچه د مقاومت د جبهې لپاره د عطف ټکی وباله.
-
نیم میلیون فلسطینیان د لوږې او تندې له خطر سره مخ دي
Dec 10, 2023 02:01د غزې ښاروال اعلان وکړ چې پر غزې د صهیونیسټي رژیم د پرلپسې بریدونو په پایله کې، نیم میلیون فلسطینیان د لوږې او تندې له خطر سره مخامخ دي.
-
د ایران او د سوریې ترمینځ د کشتیو په تګ راتګ ټینګار وشو
Dec 09, 2023 12:24ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر لومړي مرستیال او د سوریې لومړي وزیر کتنه وکړه او د کشتیو د تګ راتګ په منظم ډول په ترسره کولو او د ټرانسپورټ په پراخولو یې ټینګار وکړ.
-
د امریکا لخوا د غزې د جنګ په هکله د امنیت شورا د پریکړه لیک بیا ویټو کول:-
Dec 09, 2023 10:42امریکا د ملګروملتونو د امنیت شورا د دائمي غړي په توګه په غزې تړانګې کښې د اوربند د ټینګیدا لپاره د متحده عربي اماراتو وړاندیز شوی پریکړه لیک ویټو(Veto) کړ.
-
اکسفام د امریکا لخوا د پریکړه لیک په ویټو کولو نیوکه وکړه
Dec 09, 2023 07:44ایرنا خبري اژانس راپور راکړی نړیوالې مرستندویه موسسې « اکسفام» د امریکا لخوا د فلسطین په غزې کښې د اوربند په هکله د متحده عربي اماراتو د وړاندیزي پریکړه په ویټو کولو نیوکه وکړه او هغه یې د بشري حقوقو په چارو کښې د واشنګټن د اعتبار په تابوت باندې بل میخ وباله.
-
د غزې په تړانګه کېې د صهیونیسټيانو په برید کې د لس فلسطیني وګړو شهادت
Dec 09, 2023 02:19د غزې تړانګې په جنوب کې د خان یونس په ښار کې د استوګنې پر یوې ودانۍ باندې د صهیونیسټي الوتکو د برید په پایله کې لس فلسطیني وګړي شهیدان شوی دي.
-
په غزه کې د صهیونیسټ رژیم دوه نور پوځیان ووژل شول
Dec 09, 2023 01:54د صهیونیسټ رژیم د پوځ ویندوی دانیل هاګاري په غزې تړانګې کې د جګړې پر مهال د دوو نورو صهیونیسټي پوځیانو وژل کېدل تائید کړل، دغه راز یې د څلورو نورو د سخت ټپي کېدو خبر ورکړ.