-
په برجام کښې پوروړي نه يوو، امريکه دې د بنديز له نشې لاس واخلي
Sep 15, 2021 11:34په ويانا کښې په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي او سفير په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران اسلامي جمهوريت په برجام اېټمي موافقه کښې د چا پوروړے نه دے وويل چې امريکه دې د لا زيات ځنډ او هر ډول مخکې شرط نه بغېر د اېټمي موافقې او د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک مطابق د خپلو ژمنو خلاف ورزي اودروي.
-
اروپايي هیوادونه باید له نشه ییزو موادو سره مبارزه وکړي
Sep 14, 2021 09:16زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون مشر وحید جلال زاده د نشه ییزو موادو له قاچاق سره په مبارزې کښې د اروپايي هیوادونو د رول پرضرورت ټینګار وکړ .
-
دIAEAله مشر سره په تخینکي موضوعګانوخبرې وشوي
Sep 12, 2021 09:25د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس مشرهم له محمد اسلامی سره په ګډ خبري کنفرانس کې په مختلفو موضوعګانوکې د ایران او آژآنس ترمینځ دخبرواترو پر ضرورت ټینګار وکړ.
-
د ناټو سرمنشي له افغانستانه په وتنې باندې نیوکو ته غبرګون وښوده
Sep 12, 2021 02:07د ناټو عمومي منشي له افغانستانه د دغه تړون د ځواکونو په وتنو باندې شویو نیوکو ته غبرګون څرګند کړی دی
-
د ایران او د اروپا اړیکې باید د متقابل احترام پراساس وي
Sep 09, 2021 01:09زمونږ خبریال وايي د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وویل له اروپايي هیوادونو سره د تهران اړیکې د متقابل احترام د اصل له رعایتولو سره تړاو لري .
-
یوه ښاریز موبائیل ټیلي فون روغ تیر کړ
Sep 07, 2021 11:49زمونږ خبریال وايي په اروپايي هیواد کوسوو (kosvo) کښې درې دیرش (۳۳)کلن سړي په قصدي ډول نوکیا(nokia) موبائیل ټیلي فون روغ تیر کړ او روغتون ته یوړل شو .
-
د افغانستان د پناه غوښتونکو په وړاندې د اروپایي هیوادونو په غیر انساني کړچار د بشري حقوقو د څارونکي موسسې نیوکه :-
Sep 07, 2021 08:24د بشري حقوقو څارونکي موسسې هیومن رایټس واچ (HUMAN RIGHTS WATCH) د افغانستان د پناه غوښتونکو له کړکیچ سره په چلند کښې د اروپايي اتحادیې په کړچار باندې نیوکې سره هغه غیر انساني او سخت زړی کار وباله .
-
امریکایان د برجام په خلاف ورزۍ کښې اصلي مجرمان دي
Sep 07, 2021 02:58د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: امریکایانو ایټمي موافقې ته ستر ګوذار ورکړ او د دغې موافقې په خلاف ورزۍ یوازې تورنه نه ده بلکې اصلي مجرمه ده.
-
د ویاناخبرواتروموخه د ایران په ضد دبندیزونولغوه کیداده
Sep 06, 2021 02:04ایران ددغو خبرواترو د بیرته پیلیدا لپاره په بشپړ ډول تیار دی او دا نور اروپائي لوري دي چې باید دخپلو ژمنتیاؤ په پوره کولو سره د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د بیرت احیاء لپاره دې ګامونه پورته کړي .
-
د ایران د نوي حکومت نظر او د نړیوالې ایټمي موافقې د احیا خبرې اترې
Sep 03, 2021 09:19د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د احیاء لپاره د اصلي ګام په توګه د امریکا د بندیزونو د لغوه کیدا تائيدیدا او بیا خپل ایټمي ژمنتیاؤ ته د ایران بیرته ستنیدا، د ویانا دخبرواترو په بهیر کې د ایران پریکنده سیاست دی . امریکا البته د ویانا دخبرواترو په شپږ پړاؤنو کې د ګام په وړاندې د ګام په سیاست ټینګار درلود،چې دایران له خوا د تائيد وړ نه ؤ .