-
صهیونیسټي ټولنو د حزب الله په لوړ توان اعتراف وکړ
Oct 31, 2024 03:55صهیونیسټي ټولنو د لبنان د اسلامي مقاومت له جنګیالیو سره په ځمکنۍ جګړه کښې د صهیونیسټي رژيم د پوځ په ماتې اعتراف وکړ او د حزب الله د توغندوي توان د ډیرې برخې د نابودولو په هکله یې د دغه رژيم د پوځ ادعا رد کړه.
-
د نړۍ د ۱۰۰۰ مشهورو لیکوالانو په بیانیه کښې د صهیونیسټي رژیم د کلتوري موسسو بایکاټ اعلان شو
Oct 30, 2024 11:21پارس ټوډی- له یو زر نه زیاتو لیکوالانو په یوې خبرپاڼې کښې ژمنه وکړه چې د صهیونیسټي رژيم له هغو کلتوري او فرهنګي موسسو سره به همکاري نه کوي چې د فلسطینیانو د حقوقو په چخڼي کولو کښې ورسره ملګرې دي.
-
ټول لوبغاړي دې په فلسطین او لبنان کې د جنګ د فوری دریدا لپاره هڅه و کړي
Oct 30, 2024 01:16سحاب – د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر په فلسطین او لبنان کې د جنګ د فوری دریدا لپاره د ټولو بغاړو په هڅو په ټيګار سره ووئيل، باید یوې ډيپلوماټيکې غوره نتیجې ته د رسیدا لپاره د فلسطین او لبنان د ملتونو روا ګټې او غوښتنې په نظر کې ونیول شي.
-
د پټونې ماته خوړلی سیاست، د اسرائیلو او ایران په رسندوي تګلاره کښې فرق څه دی؟
Oct 30, 2024 06:36پارس ټوډی- د ایران اسلامي جمهوریت له اسرائیلو سره د مقابلې په دوران کښې په دې لټه کښې دی چې د جنګ په هکله یو حقیقي او واضح تصویر وړاندې کړي ترڅو ټو پوه شي چې د غزې او لبنان بې دفاع خلک له څومره غدار او جنایتکار دښمن سره مخامخ دي.
-
پاکستانیانو د غزې او لبنان د شهیدانو په یاد کې قرآني سیالۍ ترسره کړې
Oct 30, 2024 03:03د پاکستان په پيښور کې د ایران د اسلامی جمهوریت په کلتوري خونې کې د شهید اسماعیل هنیّه او شهید حسن نصر ا... پشمول د فلسطین اولبنان د شهیدانو په یاد او خاطرو دوام کې د قرآن کریم د قرائت او حفظ سیالۍ ، په امام خمیني هال کې د شپاړس کلنو او له دې کم عمر لرونکو زلمیانو ترمینځ ترسره شوې. په دغو سیالیو کې د پیښور، کوهاټ ،هنګو،پاراچنار،اورکزئ،سوات ،چارسدې اوځينو نورو سیمو تنکیو زلمیانو برخه واخسته.
-
د حزب ا... مبارزانو د اسرائیلو ؛هرمس ۹۰۰؛ ډوله ډرون نسکور کړ
Oct 30, 2024 03:00له دې مخکې هم د حزب ا... مبارزانو د صهیونیسټي رژیم هرمس ډوله پرمختللي څو ډرونز نسکور کړي دي.
-
د صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته د ځواب لپاره د ایران حق محفوظ دی
Oct 29, 2024 12:00د پاکستان د پارلیمان استازي د صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته د ځواب لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت په حق باندې ټینګار وکړ.
-
د اسرائیلي رژیم له خوا په نیواکي فلسطین کښې د آنرو په فعالیت بندیر، له نړیوال غبرګون سره مخ شوی دی
Oct 29, 2024 10:42د نړۍ بیلابیلو هیوادونو او شخصیتونو د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د مرستې او کارموندنې د آژانس UNRWA) د فعالیت په بندولو کښې د صهیونیسټي رژيم اقدام وغنده.
-
ایران باندې د اسرائیلو د حملې په هکله د امنیت شورا په غونډه کښې د مختلفو هیوادونو نظرونه
Oct 29, 2024 07:28په ایران باندې د صهیونیسټي رژیم له تیري وروسته د ملګرو ملتو د امنیت شورا بیړنۍ غونډه په داسې حال کښې جوړه شوه چې امریکا او د صهیونیسټي رژيم د اقداماتو پلوي ملاتړي یې د نورو هیوادونو له سختې نیوکې سره مخامخ شول.
-
ایران: د اسرائیلو رژیم د امریکې د بې قیدوشرطه ملاتړ په وجه هم سپين سترګې شوی دی
Oct 29, 2024 06:58په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي وویل، له اسرائیلي رژیم سره د امریکې بې قیدوشرطه ملاتړ او د امنیت شورا د یوې دایمي غړې په توګه د هغې د دندو په اجرا کولو کې د خنډونو اچولو، دغه رژیم د خپلو جنایتونه او تیريو په جاري ساتلو کښې لاسپين سترګې کړی دی.