په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو سربېره اوس د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له خوا د افغان ټرانزیټ او په دوه اړخیزې سوداګرۍ کې هم یو لړ خنډونه جوړ کړي.
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د مهاجرت د ملي ادارې مشر«عبدالله مبیني» وویل په ایران کښې د افغانستان د مهاجرینو په موضوع کښې د نړیوالې ټولنې غفلت به د نورو هیوادونو په تاوان وي.