-
پاکستان: د ترهګرو ډلو پر مرکزونو مو بریدونه وکړل
Sep 21, 2026 15:13د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي چې دغه هیواد له افغانستان سره په سرحدي سیمه کښې د «ترهګرو» پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي او «څه د پاسه اتویشت ټروریسټان» یې وژلي دي.
-
ایرانۍ څېړونکې په ارزښتناکو محصولاتو د صنعتي خځلو دبدلولولپاره له خوراکي خریړو یا شیشتو څخه استفاده وکړه.
Sep 21, 2026 15:07پارسټوډې ـ د ایران په مرکز کې د اصفهان پوهنتون یوه څېړونکي، د Neurospora intermedia په نوم د خوراکي مرخیړي یا شیشتي په کارولو سره داسې طریقه وړاندې کړې چې له مخې یې ویناس په پروټینونو او ارزښتناکو مرکباتو په بډایه بایومس باندې بدلېږي او په ورته وخت کې د دغه صنعتي خځلې ککړتیا هم کمېږي.
-
د ایران د وسلهوالو ځواکونو لویه درستیزوالي؛ دښمن به د لا ډېرو ماتو تریخ خوند وڅکي
Sep 21, 2026 14:34پارسټوډې ـ د ایران د اسلامي جمهوریت د وسلهوالو ځواکونو لوئې درستیزوالۍ او د حضرت خاتمالانبیا (ص) مرکزي غونډ په یوې اعلامیې کې ټینګار کړی چې: د ایران پوځ، د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران ،د دفاع وزارت، پولیس، بسیج او د ایران د پولیسو سرحدي ځواک به د ملي ګټو، د ملت د حقوقو او د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتنې کې د دښمن پر وړاندې هېڅ ډول شاتګ ونه کړي او امریکائي، صهیونیستي دښمنانو او د هغوی متحدانو ته به د لا ډېرو ماتو تریخ خوند وروڅکي.
-
ایران د افغانستان د سیلوګانو د بیارغونې او جوړولو په برخه کې د همکارۍ لپاره چمتووالی وښود
Sep 21, 2026 14:20زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د امارتي شرکتونو مسولين وايي چې ايران د افغانستان د سیلوګانو د بیارغونې او د اړتیا په صورت کې د نویو سیلوګانو د جوړولو په برخه کې د همکاري ژمنه کړې ده.
-
حسیني: فقهي اسانتیا باید د شریعت او وخت له اړتیاوو سره سمه وي
Sep 21, 2026 14:11زمونږ خبریال راپور راکړی په افغانستان کې د ایران سفارت فرهنګي سلاکار سید روحالله حسيني وايي، په اسلامي فقه کې آسانتیا باید د شریعت د اصولو، شرایطو او د وخت او ځای د اړتیاوو په پام کې نیولو سره وشي.
-
که پر ایران یرغل وشي، د جنګ د ډګر جغرافیه به بدله کړو
Sep 21, 2026 13:19پارسټوډي- د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ویندوي وویل؛که پر ایران برید وشي، نو د جنګ جغرافیه به بدله کړو او داسې وسلې به نندارې ته وړاندې کړو چې نړۍ به حیرانه کړي.
-
پاکستان د افغانستان په کونړ او ځینو نورو سیمو هوايي بریدونه کړي دي
Sep 21, 2026 10:38زمونږ خبریال راپور راکړی د کونړ ځایي چارواکي وایي، پاکستاني جټ الوتکو پر دې ولایت په شوي برید کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې ده.
-
د ایران فرهنګي سلاکار: خطاطي د ایران او افغانستان ترمنځ ګډه فرهنګي ژبه ده
Sep 21, 2026 05:59پارس ټوډی ـ په افغانستان کې د ایران سفارت فرهنګي سلاکار خطاطي د اسلامي تمدن له ارزښتمنو جلوو او د ایران او افغانستان ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو له مهمو ظرفیتونو څخه بللې.
-
په هرمزتنګي کې د نوښت اختیار د ایران د وسلهوال ځواک په لاس کې دی
Sep 20, 2026 11:44پارستودي ـ د ایران د وسلهوالو ځواکونو ویندوي ،د سنټکام د قوماندان ادعا دروغ او امریکائي عسکرو ته د روحیې ورکولو لپاره نفسیاتي عملیات وبلل او وې ویل چې په هرمز تنګي کې د عمل د نوښت واک لا هم د ایران د پیاوړو وسلهوالو ځواکونو په لاس کې دی.
-
امریکا او اسرائیلو ته د سعوديانو سوال او زارۍ به هغوی ونه ژغوري
Sep 20, 2026 14:32د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي، محمد الفرح، د یمنیانو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو پر هوډ ټینګار کړ ی او وې ویل چې امریکا او اسرائیلو ته د سعودي عربستان سوال او زارۍ به ورته هېڅ ګټه ونه لري.