-
کندهار کې د کابل بانک مخې ته چاودنې تلفات اړولي
Mar 21, 2024 07:44د افغانستان کندهار ولایت کې نن سهار د نوي کابل بانک ته څېرمه د چاودنې له امله سیمه ییزو رسنیو د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی
-
که پر پاکستان بل برید وشو، زموږ ځواکونه پر افغانستان برید ته چمتو دي
Mar 21, 2024 04:40د بلوچستان د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي خبرداری ورکړی، د افغانستان له خاورې د وسلهوالو د بریدونو دوام «موږ اړ باسي، چې خپل ځواکونه د افغانستان خاورې ته ور دننه کړو. »
-
د نجونو پر زدهکړو بندیز د توجیه وړ نه، بلکې له بنسټیزو حقونو سرغړونه ده
Mar 21, 2024 04:32د بښنې نړیوال سازمان وایي:« په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیل شو؛ خو له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو منعه شوې دي. دا د توجیه وړ نه ده او د زدهکړې لپاره له بنسټیزو بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.»
-
د پیغمبر (ص) د ګرانې مېرمنې حضرت خدیجې (س) د وفات تسلیت ومنئ
Mar 21, 2024 03:45نن (پنجشنبه) د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د روژې د مبارکې میاشتې لسمه چې د ۲۰۲۴ میلادي کال د مارچ له ۲۱مي نېټې سره سمون لري، د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) د ګرانې مېرمنې حضرت خدیجې (س) د وفات له کلیزې سره برابره ده.
-
۱۶۶ ورځې جګړه؛ د صهیونیسټي رژیم پوځونو ډېر پام د ملکي وګړو وژلو ته اړولی
Mar 21, 2024 02:45تر پنځه نیمو میاشتو جګړې وروسته، د صهیونیسټي رژیم پوځونه د فلسطیني جهادي ډلو په ځانګړي ډول د حماس اسلامي غورځنګ پر وړاندې په جګړه کې ناکام ښکاري او په دغې موده کې یې ډېر پام د ملکي وګړو پر وژلو او نیولو ورټول دی.
-
تر روژې وروسته د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ بیا پيلوو
Mar 21, 2024 02:37پاکستاني چارواکو ویلي چې پلان لري سر له راتلونکي میاشتې په دې هېواد کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په داسې حال کې بیا پیل کړي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ په دې تېرو څو ورځو کې پر ډیورنډ فرضي کرښې شخړې شوې دي.
-
له زده کړو د نجونو بې برخې کول زړه ماتوونکی دی
Mar 21, 2024 02:28په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري له زده کړو څخه د افغان نجونو دوامداره محرومیت زړه ماتوونکی او په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره یو غیر معمولي وضعیت بللی دی.
-
د هر برید سخت ځواب ورکوو
Mar 21, 2024 02:20د افغان طالبانو ملي دفاع وزارت، د وضعیت ارزونې په موخه پکتیا ولایت ته د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال د سفر خبر ورکړی دی.
-
په افغانستان کې د خپلو زرګونو کارکوونکو راتلونکې ته اندېښمن یو
Mar 21, 2024 02:11د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې ویلي چې د خپلو نږدې ۷ زره افغان کارکوونکو د راتلونکي په اړه جدي اندېښنه لري.
-
د پاکستان په ګوادر بندر کښې برید شوی
Mar 20, 2024 14:13زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان امنیتي ځواکونو د بلوچستان لیبریشن ارمي په نوم د ترهګرې ډلې لخوا د ګوادر بند په ودانۍ باندې د حملې هڅه ناکامه کړي ده او اته ټروریسټان یې وژلي دي.