-
د افغانستان د شیعه علماوو شورا له خپلو غوښتنو شاتګ نه کوي جزیات دلته لرو
Feb 27, 2024 11:08زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د شیعه علماوو شورا وویل د شیعه مسلمانانو له غوښتنو به شا نه شو.
-
صهیونیسټي رژیم د ټولې نړۍ لپاره ترټولو ښکاره ګواښ دی
Feb 27, 2024 02:29د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: صهیونیسټي رژیم نه یوازې د فلسطین د بې دفاع او د لوېدیځې آسیا د سیمې لپاره، بلکې د ټولې نړۍ لپاره ترټولو بېړنی او ښکاره ګواښ دی.
-
ننګرهار کښې سلو کورنیو ته د شیدو ورکونکي وزې ورکړل شوي نور حال دلته لرو
Feb 27, 2024 06:48زمونږ خبریال راپور راکړی په ننګرهار کې تر سلو زیاتو بې وزلو کورنیو سره د شیدو ورکونکو څارویو مرسته وشوه.
-
طالبانو په جوزجان کې یو بل کس په عام محضر کې اعدام کړی
Feb 27, 2024 03:11د طالبانو سترې محکمې په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې د درې ګونو محکمو د پریکړو او د طالبانو د مشر هبت الله د تائید وروسته یې د جوزجان مرکز شبرعان په ورزشي سټډیوم کې د فبرورۍ په ۲۶مه په یو تن د قصاص سزا تطبیق کړې ده.
-
په غزه کې له قید او شرط پرته اوربند ته اړتیا ده
Feb 27, 2024 02:56د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش یو ځل بیا په غزه کې له قید او شرط پرته د اوربند او د ټولو یرغمل شویو کسانو د آزادېدو غوښتنه کړې ده.
-
د ایران د باسکټبال ملي ټیم د هند پر وړاندې ستره بریا خپله کړه
Feb 27, 2024 02:43د ایران د باسکټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د سعودي عربستان د آسیا جام د غوراوي سیالیو په دویمه لوبه کې، د هند پر وړاندې بریا ته ورسېده.
-
د فلسطین اسلامي جهاد د عربستان او صهیونیسټي رژیم د سوداګرۍ د وزیرانو لیدنه وغندله
Feb 27, 2024 01:52د ایرنا د خبر له مخې، د اسلامي جهاد غورځنګ په یوې بیانیې کې اعلان وکړ چې د صهیونیسټي رژیم په ملاتړ دغه لیدنه او درېځ، د اړیکو د عادي کولو په هدف په داسې حال کې ترسره شوی چې دغه دښمن د فلسطین د ملت پرضد د نسل وژنې په حال کې دی او د فلسطین د ملت مقدساتو ته سپکاوی کوي.
-
مریم نواز د پاکستان د پنجاب صوبې د اعلی وزیرې په توګه لوړه وکړه
Feb 27, 2024 01:32مریم نواز پرون دوشنبې د پاکستان د پنجاب صوبې د اعلی وزیرې په توګه لوړه وکړه او وویل چې پردې دندې د نوموړې ټاکل کېدل د هرې ښځې، د هرې لور او مور لپاره بریا ده.
-
د روسیې او اوکراین په دوه کلنه جګړه کې ۳۱ زره اوکرایني پوځیان وژل شوي دي
Feb 27, 2024 01:25د اوکراین ولسمشر ویلي چې پر دې هېواد د روسیې د برید له پیل راهیسې ۳۱ زره اوکرایني پوځیان وژل شوي دي.
-
د افغانستان په لسو ولایتونو کې د پولیو واکسین وځنډول شو
Feb 27, 2024 01:14له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ د خبر له مخې، ټاکل شوې چې نن د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شي، خو د سختو ورښتونو له امله، په لسو ولایتونو کې دغه کمپاین د اوس لپاره وځنډول شو.