-
د بروکینګز څېړنیز مرکز: د ایران پر وړاندې نوي بندیزونه نندارې ته ورته دي
Aug 25, 2026 12:02پارس ټوډی ـ د بروکینګز څېړنیز مرکز یوې مشرې غړې، د ایران پر وړاندې د اقتصادي فشارونو د زیاتولو لپاره د امریکا د ادعا شوې طرحې په اړه ویلي چې د تمې له مخې، دغه طرحه له یوه تبلیغاتي او له شور څخه ډک کمپاین پرته بل څه نه ده.
-
سردار طلایينیک: د ایران وسلهوال ځواکونه له بحرانونو د تېرېدو پراخه تجربه لري
Aug 24, 2026 05:16پارس ټوډی- د ایران د وسلهوالو ځواکونو د دفاع او ملاتړ وزارت ویاند وایي، د ایران ملت او وسلهوال ځواکونه د دښمن د پوځي یرغل پر وړاندې د بحرانونو د تېرولو پراخه تجربه لري.
-
پزشکیان: نړۍ د ایران قدرت ته حیرانه شوې ده
Aug 23, 2026 14:18پارس ټوډی - د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، دښمنانو اټکل کړی و چې که پر ایران برید وکړي، دغه هېواد به په ونزویلا بدل شي؛ خو نه یوازې داسې ونه شول، بلکې ایران په داسې ځواک بدل شو چې نړۍ یې د مقاومت، یووالي او پیوستون له امله حیرانه کړه.
-
په سیمه کې تلپاتې سوله ؛د صهیونیسټي رژیم د ایټمي وسلو د ختمولو په سیوري کې
Aug 23, 2026 15:38پارسټوډي: تر هغه مهال چې د صهیونیسټ رژیم ایټمي وسلې، چې په لوېدیځي آسیا سیمې کې یوازینی ایټمي رژیم بلل کېږي، د دغه رژیم د قصدي ایټمي ابهام او د نړیوالې ټولنې د چُپتیا په سیوري کې پټې وي، په سیمې کې د ایټمي بېوسلې کولو په اړه هر ډول خبرې به بېمعنا او له ریاکارۍ ډکې وي.
-
افغانستان او ایران د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره ګډه کاري ډله جوړوي
Aug 23, 2026 13:29د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.
-
پر کاناډايي توکو د امریکا ۵۰ سلنه تعرفه؛ کارني: متقابل اقدام کوو
Aug 22, 2026 15:43پارس ټوډی - وروسته له هغه چې د واشنګټن او اوټاوا ترمنځ سوداګریزې خبرې ناکامې شوې او امریکا پر کاناډايي توکو د ۵۰ سلنې تعرفې د لګولو اعلان وکړ، د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د ډالر پر ډالر د متقابل اقدام خبر ورکړ.
-
د امریکايي پوځي خپرونې مشران له راپورونو وروسته له دندو لرې شول
Aug 22, 2026 15:07د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د امریکا دفاع وزارت د «سټارز اېنډ سټرایپس» پوځي خپرونې مسوولین وروسته له هغې له دندو لرې کړي چې دغه خپرونې د «ابراهام لنکن» الوتکهوړونکې بېړۍ د کارکوونکو د جسمي او رواني وضعیت په اړه راپورونه خپاره کړل.
-
نیویارکر: ټرمپ له ایران سره د جګړې په پای ته رسولو کې پاتې راغلی
Aug 22, 2026 15:04امریکايي مجلې «نیویارکر» په یوه تحلیل کې لیکلي چې د ایران په اړه د ډونالډ ټرمپ لومړني اهداف نه دي ترلاسه شوي او د جګړې له شپږو میاشتو وروسته واشنګټن لا هم د بحران د پای ته رسولو لپاره د حللارې په لټه کې دی.
-
پنتاګون: له ایران سره جګړه کې ۷۷۴ امریکايي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
Aug 22, 2026 15:02د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د امریکا دفاع وزارت په تازه شمېرو کې ویلي چې له ایران سره په جګړه کې د امریکايي پوځیانو د مرګ ژوبلې شمېر ۷۷۴ کسانو ته رسېدلی دی.
-
د امریکا د اقتصادي بندیزونو تکراري فلم هم له ماتې سره مخ دی
Aug 22, 2026 04:57پارستودي ـ د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د امریکائي چارواکو هغې ادعا ته غبرګون وښود چې ګواکې پر ایراني ولس د تاریخ تر ټولو سخت او ملا ماتونکي اقتصادي بندیزونه لګول شوي دي.