-
امریکا نه شي کولای نړۍ د خپلو جنایتونو له حقیقت څخه واړوي
Jun 04, 2026 05:09پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه پیغام کې ولیکل: د ایران پر وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر بېبنسټه ادعاوې نه شي کولای نړۍ د هغوی د جنایتونو له حقیقت څخه منحرفه کړي.
-
اولیانوف: د ایران د بډایه شويو یورانیمو لېږدولو ته اړتیا نشته
Jun 03, 2026 12:13پارس ټوډې – په ویانا کې د نړیوالو بنسټونو لپاره د روسیې دایمي استازي اعلان وکړ چې د ایران له خاورې څخه د بډایه شويو یورانیمو ایستل او لېږدول ضروري نه دي.
-
غریبآبادي: امریکا پر لبنان د صهیونیستي رژیم په تېریو کې مستقیم رول لري
Jun 03, 2026 06:32پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال وویل: د امریکا د ولسمشر هغه ادعا چې ګواکې د صهیونیسټي رژیم لومړی وزیر ئې پر بیروت له پراخ بریده منع کړی، په حقیقت کې د دغه رژیم په تېریو کې د واشنګټن د مستقیم رول څرګندونه کوي.
-
د امریکا د سمندري ځواک پنځم مرکز د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په برید کې په نښه شو
Jun 03, 2026 05:25د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو په وروستۍ اعلامیې کې ویل شوي چې د امریکا د سمندري ځواک پنځم مرکز د سپاه د هوافضا ځواک له خوا د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په برید کې په نښه شوی دی.
-
حاجي بابايي: له هرمز تنګي څخه تېرېدل یوازې د ایران د ملت د حقونو په پام کې نیولو سره ممکن دي
Jun 02, 2026 12:32پارس ټوډې – د ایران د پارلمان مرستیال رئیس ټینګار وکړ چې د هرمز له تنګي څخه تېرېدل، د ایران د ملت د حقونو په پام کې نیولو سره ممکن دي.
-
تفسیر: د آسیا ـ پاسیفیک په سېمه کې د امریکا د متناقض سیاست موخې
Jun 02, 2026 11:53پارس ټوډې – د امریکا د جګړې وزیر د سنګاپور د شانګريلا په غونډه کې ویلي چې واشنګټن له خپلو آسیايي متحدینو او شریکانو څخه تمه لري چې خپل دفاعي لګښتونه د خپل ناخالص کورني تولید ۳.۵ سلنې ته لوړ کړي.
-
په امریکا کې د سونګو او انرژئ بازار د ځوړتیا له خطرې سره مخ دی
Jun 02, 2026 05:10پارس ټوډې – د اوړي د سفرونو له موسم سره هممهاله او په امریکا کې د پيټرولو د زېرمو د پرلهپسې کمېدو په شرایطو کې، د امریکا د انرژۍ ادارې معلومات ښئي چې که دا وضعیت دوام وکړي،نو ۲۰۲۶ کال به د دغه هېواد په تاریخ کې د پيټرولو د زېرمو د دوامدار کمښت تر ټولو اوږد پړاؤ ثبت کړي.
-
وحشي دښمن دې په لبنان کې جنایتونو ته دوام نه ورکوي
Jun 01, 2026 15:47زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ ویندوي سردار شکارچي خبرداری ورکړ، د ایران د وسلوالو ځواکونو لپاره به په لبنان کې د جنایتونو دوام د زغملو وړ نه وي.
-
د علمي او پوهنتوني همکاریو پر پراختیا د ایران او عراق ټینګار
Jun 01, 2026 14:39پارس ټوډې – د ایران د علومو، څېړنو او ټکنالوژۍ وزارت اداري، مالي او د سرچینو د مدیریت مرستیال، عراق ته د خپل سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او پوهنتوني همکاریو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې تهران چمتو دی له بغداد سره د ګډو علمي، څېړنیزو او ټکنالوژیکي پروګرامونو ملاتړ وکړي.
-
د لبنان پر بېلابېلو سېمو د صهیونیسټي رژیم په هوايي بریدونو کې ۱۲ کسان شهیدان شول
Jun 01, 2026 14:28پارس ټوډې – د صهیونیسټي رژیم د یکشنبې ورځې او شپې په بریدونو کې، چې د لبنان د جنوب پر ښارونو او کلیو له ۳۶ ځلو زیات ترسره شول، ۱۲ کسان شهیدان او ۳۵ نور ټپیان شول.