-
ترهه ګر له چین سره د پاکستان د ژورو اړیکو په خرابولو پسې دي
Mar 27, 2024 03:44د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په شانګله سیمې کې د چیني انجنیئرانو په یوه بس باندې په ځان مرګي حملې کې پنځه چینیان او د هغوي ډرائيور وژل شوي دي.د پاکستان رسندویو راپور ورکړی ، په پاکستان کې د چیني ښاریزو په ضد ترټولو وروستي ترهه ګر اقدامات د چین او پاکستان په اړیکو کې د ترینګلتیاؤ د خبرداري ټلۍ کړنګولې ده او د دواړو لورو په تیره بیا د چین اندیښنې ئې راپارولي دي.
-
۷۹ سلنه افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري
Mar 24, 2024 02:07د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په خپل یوه تازه راپور کې په افغانستان کې په تېرو دوو کلونو کې د اوبو د کمښت مسله ارزولې او ویلي چې، د دغه هېواد ۷۹ سلنه خلک په کافي اندازه د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
-
په روسیه کې ماتم او د وژل شویو شمېر هم ۱۳۳ کسانو ته ورسېد
Mar 24, 2024 01:49د راپورونو په حواله، د روسیې پلازمېنې مسکو ته څېرمه په یوه مرکزي تالار کې د داعش ډلې د برید له امله، د وژل شویو شمېر ۱۳۳ کسانو ته رسېدلی دی.
-
پاکستان له افغانستان سره وسله واله شخړه نه غواړي
Mar 22, 2024 02:50زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل چې اسلام اباد له ګاونډي هیواد افغانستان سره وسله واله شخړه نه غواړي او زیاته یې کړه چې له زور څخه کار اخیستل اخري انتخاب دی او مونږ له افغانستان سره وسله واله جګړه نه غواړو.
-
د افغانستان پر ځینو سیمو د پاکستان بریدونه
Mar 19, 2024 12:27د پاکستان د پوځ له خوا د افغانستان پر ځینو سیمو بمبارۍ، د دواړو غاړو تر منځ په اړیکو کې ترینګلتیا زیاته کړې، چې له امله یې افغان طالبانو هم د پاکستان پر سرحدي سیمو ځوابي بریدونه وکړل.
-
د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي
Mar 17, 2024 02:13د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډار سره د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د مسافرو او ناروغانو د تګ راتګ په برخه کې پر تسهیلاتو او د سوداګرۍ اسانتیاوو په تړاو خبرې کړي دي.
-
د پاکستان پيښور کې ترهه ګرو بیا دوه پولیس ووژل
Mar 13, 2024 02:49په پاکستان کې له عامو انتخاباتو او د نوي حکومت له واک ته رسیدا وروسته په پیښور کې پر پولیسو دا لومړنۍ ترهه ګره حمله ده او ترهه ګرو یو ځل بیا سر راپورته کړی او داسې کومه ورځ نشته چې ترهه ګر خپل لاسونه د عامو خلکو په وینو ککړ نه کړي، چې البته بیا هم له سزاګانو بچ پاتې کیږي.
-
طالبانو د پاکستان تحریک طالبان ډلې ته خبرداری ورکړی
Mar 03, 2024 11:05زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو حکومت 'ټي ټي پي' ډلې ته خبرداری ورکړی چې افغان خاوره د پاکستان خلاف ونه کاروي.
-
د پاکستان په شمالی وزیرستان کې په پاکونکو عملیاتو کې ۶خطرناک ترهه ګر هلاک شول
Feb 29, 2024 01:31دپاکستان پوځ او حکومتی اورګانونه دغو ترهه ګرو ته په سزا ورکولو کې تر دې دمه پاتې راغلي دي او دغه ترهه ګر ولې نه سزا کیږي، یو لړ پوښتنې راپورته کوي.
-
په افغانستان کې ۲۰ ترهګرې ډلې شتون لري
Feb 18, 2024 01:13د روسيې د امنيت شورا منشي نيکلای پاتروشف د قرغيزستان په بيشکيک کې د امنيتي غونډې پر مهال ويلي چې ۲۰ ترهګریز سازمانونه له ۲۳ زره کسانو سره په افغانستان کې موجود دي.