-
د جنګ اور به د سیمې له ناامنۍ ورهاخوا لا پراخ شي
Jun 12, 2026 05:16پارس ټوډې- د حضرت خاتم الانبیاء (ص) د مرکزي غونډ قوماندان امریکا ته په یوه پیغام کې خبرداری ورکړی چې که یو ځل بیا پر اتل ایران برید وکړي، نو تر پخوا به له لا سخت ځواب سره مخ شي او د جنګ اور به نه یوازې په سیمې کې ناامني زیاته کړي، بلکې لا پراخ او له سیمې به ورهاخوا وغزیږي.
-
د دوو وروستیو جنګونو تجروبې ښودلې،ایران د ګواښ او دباؤ پر وړاندې شاتګ نه کوي
Jun 12, 2026 05:04پارس ټوډې – د ایران د دفاع وزارت ویاند، سردار رضا طلائينیک وویل: د دوو وروستیو جنګونو تجروبو وښودله چې د ایران ملت او وسلهوال ځواکونه به د ګواښ اودباؤ په وړاندې هېڅکله شاتګ ونه کړي او د خپل ملي امنیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع په برخې کې له هېچا سره ملاحظه نه کوي.
-
د امریکا ولسمشر د خولې له شخړې او ګواښونو پرته بله لاره نه لري
Jun 12, 2026 04:55پارس ټوډې – د ایران د پارلیمان د ملي امنیت د کمېشن مشر، ابراهیم عزیزي، د ۱۲ ورځنۍ جنګ او دریم تپلي جنګ پر مهال د امریکا د ناکامیو په یادولو سره وویل چې د امریکا ولسمشر له تشو او چټي خبرو او ګواښونو پرته بله لاره نه لري.
-
د رڼا سرچینې (۱۷۸) له اسلامي واکمن سره د لیدنې پر مهال د شتمنو لپاره د محدودیت رامنځته کول
Jun 11, 2026 12:51د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۱۷۸م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینې د لړۍ په دې برخه کې، د مجادلې د مبارکې سورې له ۱۲م څخه تر ۱۳م آیته پورې شأن نزول څېړو، نو د خپرونې تر پایه له موږ سره و اوسئ.
-
د ملي یووالي او ملي امنیت په سیوري کې مقاومتي اقتصاد (ځلانده یون – ۵)
Jun 11, 2026 12:34د تهران د پښتو خپرونې و انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې دځلانده یون نومې لړئ له ننني پنځم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،لکه څنګه چې خبر یاست نوی لمریز کال د ملی یووالی او ملی امنیت په سیوري کې مقاومتي اقتصاد نومول شوی ،نو په نوي کال کې د مقاومتی اقتصاد د ودې او پراختیا په ا ړه درسره غږیږو، نو هیله د ه چې ستاسو د استفادې وړ وګرځي.
-
هر ځای چې ایران لازمه وګڼي، په قدرت او اقتدار سره به دښمن ته ځواب ورکړي
Jun 10, 2026 14:28پارس ټوډې- د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویندوي ووئيل؛ له امریکا سره د خبرو اترو د دوام بهیر ارزول کېږي، او هر ځای چې د ایران وسلهوال ځواکونه لازمه وګڼي، نو په قدرت او اقتدار سره به دښمن ته ځواب ورکړي
-
د ترهه ګرې امریکا وروستي بریدونه د ملګرو ملتو د منشور ښکاره او جدي سرغړونه ده
Jun 10, 2026 14:23پارس ټوډې- د ایران د بهرنیو چارو وزارت په وروستۍاعلامیې کې وئيل شوي دي،د امریکا وروستي یرغلګرو اقدامات د ملګرو ملتو د منشور ښکاره او جدي سرغړونه ده.
-
د رزمي لوبو سیالۍ؛ د ایران محصیلین د نړۍ د اتلولۍ تر بامه ورسیدل
Jun 10, 2026 12:48پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د آزادې غېږنیونې (فری سټایل کُشتۍ) ملي لوبډلې د برازیل د محصیلینو په نړیوالو رزمي سیالیو کې د ۷ سرو زرو،د ۲ سپینو زرو او د ۱ برونزو مډالونو په ګټلو سره په قدرت سره د اتلولۍ ځایګی خپل کړ.
-
واکمنې شورا ته د عراقچي لیک؛ امریکا د اوسني بحران اصلي عامله ده
Jun 10, 2026 12:17پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او درو اروپائي هېوادونو له خوا د ایران پر ضد د ترسره شوي غیرقانوني اقدام په اړه د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا غړو ته یو لیک استولی دی.
-
د امنیت شورا د ریاکارۍ یوه بله ننداره؛ د ۲۲۳۱ پرېکړه لیک موده پای ته رسېدلې ده
Jun 10, 2026 12:03پارس ټوډې – په ملګرو ملتو کې د ایران استازولۍ د ایران په اړه د امنیت شورا غونډه دریاکارئ او دوهګوڼو معیارونو یوه بله ننداره وبلله او د لوېدیځي هېوادونو د هغو هڅو په غبرګون کې ئې چې غواړي پر ایران بندیزونه بېرته وګرځوي، ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پرېکړه لیک د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۸ پاي ته رسېدلی دی.