-
د امریکا ولسي جرګې د ایران پرضد د جنګ پریکړه لیک تصویب کړ
Jun 04, 2026 10:24ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسي جرګې کانګرس بالاخره د ایران پرضد د جنګ د بندولو او د جګړې د ختمولو لپاره د جنګي اختیاراتو پریکړه لیک د دوه سوه اتو مخالفو رایو په مقابل کښې په دوه سوه پینځلسو موافقو رایو سره تصویب کړ.
-
عراقچي: هر ډول دښمنانه اقدام به له سمدستي او پرېکنده ځواب سره مخ شي
Jun 04, 2026 06:37پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: زموږ وسله وال ځواکونه له ځانه د مشروع دفاع د حق په چوکاټ کې، د دفاعي بریدونو د ترسره کولو په حال کې دي.
-
د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیزوالي: اجازه نه ورکوو چې د امت د شهید امام وینه ترپښو لاندې شي
Jun 04, 2026 06:36پارس ټوډې – د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیزوالي په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې د امت د شهید امام او نورو شهیدانو وینه به ضایع کېدو ته پرېنږدي.
-
سپاه پاسداران: دښمن اړ دی چې د ایران نوي قواعد ومني
Jun 04, 2026 06:19پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو د د انقلاب د ستر بنسټګر امام خمیني (ره) د رحلت د اووه دېرشمې کلیزې او د نېکمرغه غدیر اختر په مناسبت په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی: شرور دښمن ته خبرداری ورکوو چې اړ یاست هغه نوي قواعد ومنئ چې د ایران ملت او وسله والو ځواکونو پر میدان تحمیل کړي دي.
-
طالبانو له ایټالیا غوښتي چې د افغان کډوالو د وژنې عاملان محاکمه کړي
Jun 04, 2026 05:34د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له ایټالیايي چارواکو غوښتي چې هغه کسان ونیسي او عدالت ته وسپاري چې د ایټالیا په جنوبي سیمه کالابریا کې یې درې افغانان وژلي دي.
-
امریکا نه شي کولای نړۍ د خپلو جنایتونو له حقیقت څخه واړوي
Jun 04, 2026 05:09پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه پیغام کې ولیکل: د ایران پر وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر بېبنسټه ادعاوې نه شي کولای نړۍ د هغوی د جنایتونو له حقیقت څخه منحرفه کړي.
-
مالیزیا: د صهیونیسټي رژیم له خوا د مسجد الاقصی یهودي کول یو شرموونکی اقدام دی
Jun 03, 2026 15:07پارس ټوډې – د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مسجد الاقصی د یهودي کولو لپاره د صهیونیسټي رژیم هڅې، یو شرموونکی اقدام او د دې سپېڅلي ځای د حرمت ښکاره سپکاوی دی.
-
حزب الله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونیسټانو پر مورچلو ۱۳ عملیات ترسره کړي
Jun 03, 2026 14:16پارس ټوډې – د لبنان حزب الله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان دننه د صهیونیسټي رژیم د هدفونو پر وړاندې ۱۳ عملیات ترسره کړي دي.
-
د شهید رهبر د جنازې دستورې به د ایران په درو ښارونو کې ترسره شي
Jun 03, 2026 05:12پارس ټوډې – د تهران ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال ویلي چې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر حضرت امام خامنه اي د جنازې مراسم به په تهران، قم او مشهد ښارونو کې ترسره کېږي، او په پلازمېنې تهران کې له ۱۵ تر ۲۰ میلیونو کسانو د ګډون لپاره چمتووالی نیول کېږي.
-
انصارالله: که صهیونیسټان په لبنان کې خپل وحشت ته دوام ورکړي، له ستر ځواب سره به مخ شي
Jun 03, 2026 12:22پارس ټوډې – د یمن د انصارالله غورځنګ یوه مخکښ غړي صهیونیسټانو ته خبرداری ورکړی چې که پر لبنان خپل یرغل ته دوام ورکړي، له ستر او پراخ ځواب سره به مخامخ شي.