-
د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د ډزو له امله ۴ تنه مړه او ۳ نور ټپیان دي
Mar 05, 2024 03:05د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د امریکا کلیفورنیا په سویل لوېدیځ او د کینګ سیټي په یوه استوګنځي کې د ډزو له امله، ۴ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
-
صهیونیسټي رژیم د فلسطینیانو د تباه کولو په لټه کې دی
Mar 05, 2024 02:52په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په اروپايي مرکز کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي ویلي چې د اسرائیلو نسل وژونکی رژیم په قصدي ډول د بشري بنسټونو په نښه کولو سره، د نیواکګرۍ پر وړاندې د فلسطینیانو د مقاومت له منځه وړلو په لټه کې دی.
-
په افغانستان کې د شري ناروغۍ زرګونه تازه پېښې ثبت شوي
Mar 05, 2024 01:37د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د تېر نوامبر راهیسې په افغانستان کې د شري ناروغۍ پېښې زیاتې شوي او یوازې په تېرو دوو میاشتو کې د دې ناروغۍ ۷ زره پېښې ثبت شوي دي.
-
افغانستان د آزادۍ او ډېموکراسۍ په برخه کې بد ترین هېواد ګڼل شوی
Mar 05, 2024 01:18فریډم هاوس په دې وروستیو کې د نړۍ په هېوادونو کې د ۲۰۲۴ کال د آزادۍ او ډېموکراسۍ د وضعیت په اړه خپل راپور خپور کړی دی او افغانستان یې د آزادۍ په برخه کې د بدترینو هېوادونو په قطار کې شمېرلی دی.
-
په رفح ښار کې د صهیونیسټي رژیم د بمبارۍ له امله ۱۴ فلسطینیان په شهادت ورسېدل
Mar 03, 2024 04:27د ایرنا د خبر له مخې، د اسرائیلي رژیم جنګي الوتکو د یکشنبې په سهار د غزې په سویل او د رفح په ختیځ کې، یو هستوګنیز کور په نښه کړی، چې له امله یې د ۶ ماشومانو په ګډون، ۱۴ فلسطینیان شهیدان او یو شمېر نور هم ټپیان او لادرکه شوي دي.
-
د ایران او روسیې ترمنځ د تیلو او ګازو د ساحو د پراختیا لپاره نوی تړون شوی
Mar 03, 2024 03:44د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د تیلو وزیر په الجزایر کې د ګازو د صادروونکو هېوادونو د مشرانو د اوومې غونډې په څنډه کې، د روسیې د انرژۍ له وزیر نیکولای شولګینوف سره په کتنه کې، د شانګهای تړون په بڼه د یورو آسیا په سیمه کې د نفتو او ګازو د ساحو رامنځته کول او همدارنګه د نفتو او ګازو د میدانونو پراخول، د اوسنیو قراردادونو د تعقیب او پلي کولو بهیر او د هغوی د ننګونو د حل کولو او د تیلو او ګازو د پراختیا لپاره د نویو تړونونو د لاسلیک کولو په اړه له روسي شرکتونو سره تړونونه لاسلیک شول.
-
«نسیم» راډیو له شپږ میاشتني ځنډ وروسته بېرته خپرونې پیل کړې
Mar 03, 2024 01:21په دایکندي کې د «نسیم» په نوم یوې سیمه ایزې راډیو چې شپږ میاشتې وړاندې د سرپرست حکومت د ځايي چارواکو لهخوا تړل شوې وه، «شنبه، د کب په ۱۲مه» یې خپلې خپرونې بېرته پیل کړې.
-
د ایران د پارلیمان د دولسم پړاؤ د انتخاباتو پایلې اعلان شوې
Mar 02, 2024 12:24د ایران د کورنیو چارو د وزارت د انتخاباتو د کمیټې ویاند، په مختلفو ولایتونو کښې د ځینو انتخابیه حوزو پریکنده پایلې او د تهران، ری، اسلامشهر، شمیرانات او پردیس ولسوالیو ابتدايي نتایج اعلان کړل.
-
په ټاکنو کې ګډون د هېواد د امنیت ضامن دی
Mar 01, 2024 03:10د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: په ټاکنو کې د خلکو ګډون به د ایران د امنیت او د وسله والو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ضمانت وي.
-
په غزې تړانګه کې د صهیونیسټانو نوي جنایت ته د ایران غبرګون
Mar 01, 2024 02:44د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ویلي چې د غزې زخمونه به د ازادو خلکو له حافظې او د ډله ایزو وژنو او نسل وژنې پر وړاندې د چوپتیا او ملاتړ شرم به، د بشرحقونو د دروغجنو ادعا کوونکو له تندې پاک نه شي.