-
د هند په سمندر کې د ایران، روسیې او چین ګډې سمندري ګزمې ترسره شوې
Mar 24, 2024 02:23د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو قومندان، د هند په سمندر کې د ایران، روسیې او چین د ګډې سمندري ګزمې اعلان وکړ.
-
ترهګري د افغانستان او نړۍ لپاره جدي ګواښ دی
Mar 24, 2024 01:39د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کندهار په لومړۍ ناحیه ځانمرګی برید غندلی دی. دغې شورا جمعه ناوخته په یوې خبرپاڼه کې ترهګري د افغانستان او نړۍ سولې او امنیت ته جدي ګواښ بللی دی.
-
په تهران کې د قرانکریم د ۳۱م نړیوال نندارتون پرانیسته
Mar 21, 2024 09:14د ایران د کلتور او اسلامی لارښود د وزیر په حضور کې په تهران کې د قرآن کریم د ۳۱م نړیوال نندارتون په رسمي ډول پرانیستل شو.
-
د صهیونیسټي رژیم د ستر ظلم د ختمولو لاره به دوام ولري
Mar 21, 2024 01:46د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر د غزې په دلدل کې د صهیونیسټي رژيم ډوبېدو او د صهیونیسټانو د جنایتونو د اصلي شریک په توګه له امریکې سره د ولسونو د نفرت زیاتېدو ته په اشارې سره وویل: د صهیونیسټي رژیم د ستر ظلم د ختمولو لاره به دوام ولري.
-
د نجونو پر زدهکړو بندیز د توجیه وړ نه، بلکې له بنسټیزو حقونو سرغړونه ده
Mar 21, 2024 04:32د بښنې نړیوال سازمان وایي:« په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیل شو؛ خو له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو منعه شوې دي. دا د توجیه وړ نه ده او د زدهکړې لپاره له بنسټیزو بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.»
-
د پیغمبر (ص) د ګرانې مېرمنې حضرت خدیجې (س) د وفات تسلیت ومنئ
Mar 21, 2024 03:45نن (پنجشنبه) د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د روژې د مبارکې میاشتې لسمه چې د ۲۰۲۴ میلادي کال د مارچ له ۲۱مي نېټې سره سمون لري، د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) د ګرانې مېرمنې حضرت خدیجې (س) د وفات له کلیزې سره برابره ده.
-
۱۶۶ ورځې جګړه؛ د صهیونیسټي رژیم پوځونو ډېر پام د ملکي وګړو وژلو ته اړولی
Mar 21, 2024 02:45تر پنځه نیمو میاشتو جګړې وروسته، د صهیونیسټي رژیم پوځونه د فلسطیني جهادي ډلو په ځانګړي ډول د حماس اسلامي غورځنګ پر وړاندې په جګړه کې ناکام ښکاري او په دغې موده کې یې ډېر پام د ملکي وګړو پر وژلو او نیولو ورټول دی.
-
له زده کړو د نجونو بې برخې کول زړه ماتوونکی دی
Mar 21, 2024 02:28په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري له زده کړو څخه د افغان نجونو دوامداره محرومیت زړه ماتوونکی او په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره یو غیر معمولي وضعیت بللی دی.
-
د هر برید سخت ځواب ورکوو
Mar 21, 2024 02:20د افغان طالبانو ملي دفاع وزارت، د وضعیت ارزونې په موخه پکتیا ولایت ته د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال د سفر خبر ورکړی دی.
-
په افغانستان کې د خپلو زرګونو کارکوونکو راتلونکې ته اندېښمن یو
Mar 21, 2024 02:11د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې ویلي چې د خپلو نږدې ۷ زره افغان کارکوونکو د راتلونکي په اړه جدي اندېښنه لري.