-
غزه کښې انساني حالات لاخراب شوي دي
Jan 11, 2024 04:16د ملګرو ملتو د بشري حقوقو ځانګړی رپورټر د غزې په تړانګې کښې د انساني حالاتو د لاخرابتیا خبر ورکړ.
-
امریکایي ځواکونه دې سمدستي له عراقه ووځي
Jan 11, 2024 04:15د عراق وزیراعظم د امریکې بې ثباته کونکو اقداماتو ته په اشارې سره له دغه هیواده د امریکايي ځواکونو د سمدستي وتلو غوښتنه وکړه.
-
د یمن پوځ په یوې امریکايي کشتۍ حمله وکړه
Jan 11, 2024 04:13د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند په سرې بحیرې کښې په یوې امریکايي کشتۍ د حملې خبر ورکړ.
-
د پاکستان وزیراعظم یوځل بیا په افغانستاني طالبانو نیوکه وکړه
Jan 11, 2024 04:06د افغانستان د طالبانو د حکومت او پاکستاني چارواکو ترمنځ د اړیکو ښه کولو له هڅو سره هم مهاله، د پاکستان موقت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ یو ځل بیا ادعا کړې چې د افغانستان خاوره یې د هېواد پر ضد کارول کېږي.
-
د هرات زلزله ځپلو ته کورونه جوړ او وروسپارل شول
Jan 11, 2024 03:56د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په هرات کې زلزله ځپلو ته د ۳۶ کورونو د جوړولو او سپارلو خبر ورکړی.
-
ایران په نړیواله محکمه کښې د صهیونیسټ رژیم د محاکمې ملاتړ وکړ
Jan 11, 2024 02:16د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د انصاف نړیوالې محکمې ته د صهیونیسټي رژیم په خلاف د شکایت د وړاندې کولو په لړ کښې د جنوبي افریقا د حکومت د اقدام ملاتړ وکړ.
-
د فلسطین وضعیت د امریکا او د هغې د لوېدیځو متحدینو د منافقانه سیاست ښکاره بېلګه ده
Jan 10, 2024 09:53د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر د اسلامي ملګرتیا سازمان د شوراګانو د اتحادیې د فلسطین دایمي کمېټې په پنځمه بېړنۍ غونډه کې، په فلسطین کې اوسنی وضعیت د امریکا او د هغې د لوېدیځو متحدانو د منافقانه او غلط سیاست ښکاره بېلګه وبلله.
-
د خیبر پښتونخوا کوهاټ کې ډله ایز برید؛ درې پولیس او یو عام وګړی وژل شوي
Jan 10, 2024 11:11د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په کوهاټ سیمه کې وسله والو پر یوې امنیتي پوستې ډلهایز برید کړی، چې پکې درې پولیس او یو عام وګړی وژل شوي دي.
-
له فلسطین څخه ملاتړ د افغانستان او ایران ګډ هدف دی
Jan 10, 2024 11:02د افغان طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د ایران د سفارت له سرپرست سره په کتنه کې، له فلسطین څخه ملاتړ د دواړو هېوادونو ګډ هدف وباله.
-
اوسنی افغانستان د یوې نوې ناکامۍ د منلو توان نه لري
Jan 10, 2024 09:26د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افغانستان د ستونزو د رېښو او د هغو د حل په باب، د خپل نظر په څرګندولو سره ټينګار وکړ، د نړيوالې ټولنې او نړيوالو سازمانونو لپاره لازمه ده، دې حقيقت ته پاملرنه وکړي چې "اوسنی افغانستان د یوې نوې ناکامۍ د منلو توان نه لري".