-
ملګرو ملتو په نړۍ کښې د زر تر زره ډزبندۍ غوښتنه وکړه
Mar 26, 2020 03:20د ملګرو ملتونو مشر آنتونیو ګوټرېش په نړیوالو غږ کړے، چې کورونا واېرس په ټوله نړۍ کښې په خپرېدو دي، نو اړتیا ده چې په داسې حساس وخت کښې د جګړې ټولې خواوې ډزبندي وکړي.
-
چين د ايران په خلاف د امريکې په ظالمانه بنديزونو نيوکه وکړه
Mar 26, 2020 03:00د چين د کېميونېسټ ګوند د نړيوالو چارو مرستيال وزير د کورونا وائرسو په اړه د واشنګټن په تور لګونې باندې په نيوکې سره وويل، د امريکې بنديزونه له دغو وائرسو سره په په مبارزې منفي تاثير لري.
-
ټول هېوادونه دې د امريکې له بنديزونو انکار وکړي
Mar 26, 2020 00:23په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي له ټولو هېوادونو وغوښتل د نړيوالې ټولنې غوښتنې ته د امريکې د بې پامۍ په صورت کښې دې د ايران په خلاف د واشنګټن له بنديزونو انکار وکړي.
-
په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته تقريباً نهه زره تنه ښۀ شول
Mar 24, 2020 12:07د ايران د روغتيا وزارت وويل: تر اوسه هغه اته زره نهه سوه ديارلس کسان چې په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته شوي وو ښۀ شوي او له روغتونونو رخصت شوي دي.
-
ننګرهار کښی د کورونا وايرس پنځه شکمنې پېښې ثبت شوې دي
Mar 24, 2020 11:10د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکتر نصیر احمد دراني په یوه خبري ناسته کښې وویل له ننګرهار د پنځوشکمنو کسانو د وینو نمونې د عامی روغتیا وزارت لابراتوار ته واستول شوې وې چې د څلورو هغو پایله منفي او یوه نمونه لا هم په لابراتوار کې تر څیړنې لاندی ده د عامی روغتیا رئیس وویل دغه شکمن کسان د هرات ولایت څخه جلال اباد ته راغلي وو.
-
د ټرمپ تجويز کړې شوې نسخې يو امريکائي ووژۀ
Mar 24, 2020 08:25يو امريکائي د دغه هېواد د ولسمشر د تجويز کړي درمل د استعمالولو له کبله مړ شو.
-
په پاکستان کښې د امريکې د سفارت خپل سرے اقدام
Mar 21, 2020 11:48په پاکستان کښې د امريکې سفارت په يو عجيبه او خپل سري اقدام کښې خپل سفارتکار چې کورونا ټېسټ يې مثبت اعلان شوے ؤ د روغتون په ځاے سفارتخانې ته منتقل کړ.
-
د سلامتيا ډېپلومېسي او د ايران خلق د کورونا او بنديزونو قرباني
Mar 21, 2020 10:48د کورونا وائرسو له نړيوال ګواښ سره د ايران له موثرې مبارزې سره سره د خلقو په سلامتيا او دکورونا وائرسو سره د ايران د مبارزې په کيفيت د امريکې د ظالمانه بنديزونو له تاثير څخه د نړيوالو عامه افکارو د خبرولو په هدف سره د سلامتيا ډېپلومېسي په اېجنډا کښې شتون لري.
-
د امريکې معالجاتي ترهه ګري د نړيوالې پراخېدونکې بيمارۍ په مقابل کښې د موثره غبرګون خنډ دے
Mar 21, 2020 11:14د ايران خارجه وزير د برازيل «فوليا دي سان پاولو» ورځپاڼې سره په مرکه کښې له کورونا وائرسو سره د ايران د خلقو مبارزې ته په اشارې سره وويل، د امريکې معالجاتي ترهه ګري د نړيوالې پراخېدونکې بيمارۍ په مقابل کښې د موثر غبرګون خنډ دے.
-
په ټول ايران کښې له کورونا سره د مبارزې رپوټونه او شمېرنې اميدوارونکې دي
Mar 21, 2020 10:09د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د کورونا بيمارۍ د مديريت د ملي کمېټۍ وېناو او سپارښتنو ته د خلقو له پاملرنې څخه په قدرونط سره وويل، په ټول ايران کښې له کورونا سره د مبارزې رپوټونه او شمېرنې اميدوارونکې دي.