-
شیخ نعیم قاسم: له مقاومت څخه د ایران د صادقانه ملاتړ منندوی یو
May 14, 2026 11:54پارس ټوډې – د لبنان د حزبالله عمومي منشي په یوه پیغام کې اعلان وکړ: موږ په لبنان کې له یوه وحشي او تېري کوونکي اسرائیلي دښمن سره مخ یو چې د امریکا په بشپړ ملاتړ او نړیوالې چوپتیا سره، د سیمې د ملتونو د اشغال، پراختیا او د هغوی د ارادې د سلبولو په لټه کې دی؛ خو د مقاومت تاریخ د عبرت درس دی.
-
د لوی تهران د سپاه پوځي تمرین د «لبیک یا خامنهيي» په رمز سره ترسره شو
May 13, 2026 12:10پارس ټوډې – د شهید قائد حضرت امام خامنهيي لوی پوځي تمرین د پنځو شپو او ورځو لپاره د تهران په شاوخوا عملیاتي سیمو کې ترسره شو.
-
د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د خاطرو کتاب په روسي ژبه خپور شو
May 09, 2026 12:39پارس ټوډې – د «سلول ۱۴» کتاب چې د پهلوي د واکمنۍ په وخت کې د اسلامي انقلاب د شهید رهبر حضرت آیتالله خامنهيي د تبعید او زندان د دورې خاطرې پکې راغلې، په روسي ژبه خپور شو.
-
پر لبنان د صهیونیسټانو په بریدونو کې ۳۰ تنه شهیدان او ټپیان شول
May 09, 2026 12:05پارس ټوډې – د لبنان په جنوب کې پر ښارګوټو د صهیونیسټي دښمن په هوايي بریدونو کې ۱۰ کسان شهیدان او ۲۰ نور ټپیان شول.
-
د پاکستان اهل سنت عالم: د امریکا پالیسۍ په سیمه او نړۍ کې د دې هیواد د انزوا لامل شوي دي
May 05, 2026 15:02پارس ټوډې - د ایران د شهید رهبر آیت الله العظمی سید علي خامنه اي او د دریمې تحمیلي جګړې د نورو شهیدانو د یاد د لمانځلو او درنښت لپاره د پاکستان په کراچۍ کې د "وینې بعثت" په نوم یوه په زړه پورې غونډه ترسره شوه چې پکې د عالمانو، مفکرانو، زده کونکواو روڼ اندو په شمول د مختلفو پرګنو خلکو پراخ ګډون وکړ.
-
د فارس خلیج د ملي ورځې په مناسبت د اسلامي انقلاب د رهبر پیغام
Apr 30, 2026 15:16بسمالله الرحمن الرحیم زموږ د سیمې د مسلمان ملتونو، په ځانګړې توګه د اسلامي ایران د درنو خلکو لپاره د خدای تعالی له بېبدیله نعمتونو څخه یو «فارس خلیج» دی. دا یو نعمت دی چې یوازې یوه اوبیزه سیمه نه ده، بلکې زموږ د هویت او تمدن برخه جوړوي، او د ملتونو ترمنځ د نښلونې تر څنګ، د نړۍ د اقتصاد لپاره یو حیاتي او ځانګړی مسیر په مرکز تنګي او له هغه وروسته په عمان سمندر کې رامنځته کوي.
-
د حزبالله چارواکی: مقاومت به د لبنان د خاورې تر بشپړې آزادۍ پورې دوام ولري
Apr 30, 2026 14:48پارس ټوډې - د حزبالله د سیاسي شورا مرستیال د صهیونیسټي رژیم د تېریو پر وړاندې د دې غورځنګ پر اصولي دریځونو ټینګار وکړ او ویې ویل چې مقاومت به د خپل هېواد د خاورې تر بشپړې آزادۍ پورې دوام ومومي.
-
د حضرت امام رضا (ع) په حرم کې د شهيد رهبر آیتالله خامنه يي انځورونه
Apr 29, 2026 15:15تاسو د ایران د اسلامي جمهوریت په مشهد مقدس ښار کې د حضرت امام رضا علیه السلام په حرم کې د ایران د اسلامي انقلاب د شهيد رهبر حضرت آیتالله العظمی سید علي خامنه يي انځورونه وینئ.
-
امیر حاتمي: د ټولو قواو له مشر قومندان سره په بیعت سره به دښمن پښیمانه کړو
Apr 25, 2026 13:35پارس ټوډی- د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ قومندان ټینګار وکړ چې د اسلامي انقلاب له معظم رهبر او د ټولو قواو د مشر قومندان په بیعت سره به جنایتکاره تیري ګر پښیمانه کړو.
-
په امریکا کې د اوربند د غځېدو په اړه غبرګونونه؛ د ټرمپ بې وسي(مقاله)
Apr 22, 2026 14:09پارس ټوډي – د ایران او امریکا ترمینځ د اعلان شوي اوربند د غځېدو پرېکړه چې د ډونالډ ټرمپ له خوا شوې، په واشنګټن کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده؛ له هغو خبرداریو رانیولې چې د ټرمپ حکومت د خپل جوړ کړي بحران په مدیریت کې بې وسله ګڼي، تر هغو شننو پورې چې دا پرېکړه د امریکا شاتګ، د دباؤ د وسیلو کمزوري کېدل او پر ایران د اغېز نه لرل ښئي.