-
د يمني کب نيونکو په کيشتيو د سعودي جنګي الوتکو بمباري/ ديارلس تنه ووژل شول
Aug 20, 2018 01:50پرون د يمن په لويديځه غاړه کښې د دغه هېواد کب نيونکو په کيشتيو د سعودي رژيم د جنګي الوتکو په پرونۍ حمله کښې لږ تر لږه ديارلس تنه ووژل شول او اته تنه نور هم ژوبل شول.
-
په بن سلمان نيوکه کونکے يو سعودي مبلغ تر شکنجې لاندې ووژل شو
Aug 15, 2018 02:13د سعودي يو مبلغ «سليمان الدُوَيش» چې د دغه هېواد په وليعهد محمد بن سلمان باندې د نيوکې په وجه جېل کښې اچول شوے ؤ پرون د سختو شکنجو له امله ووژل شو.
-
خوشرو: ايران د يمني – يمني خبرو اترو ملاتړ کوي
Aug 15, 2018 03:24په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازی پرون وويل، د ايران اسلامي جمهوريت تل له يمني – يمني خبرو اترو څخه ملاتړ کړے دے.
-
د سعودي ائتلاف د ماشوم وژنې په اړه د امنيت د شورا ردعمل، له نړيوالو بشري حقوقو سره تناقض
Aug 11, 2018 11:29سعودي جنګي الوتکو د تېر زيارت په ورځ يعنې د اګست په نهمه نېته د يمن د صعده صوبې په ضحيان ښار کښې د ماشومانو په وړونکي بس باندې حمله وکړه چې له امله يې تقريباً يوسل او دېرش تنه مړۀ او ژوبل شوي دي.
-
د يمن په خلاف د سعودي په خودساخته فوځي ائتلاف کښې د راحيل شريف په شتون د پاکستان د سترې محکمې اعتراض
Aug 08, 2018 12:52د پاکستان د سترې محکمې مشر يو ځل بيا د يمن په خلاف د سعودي په خودساخته فوځي ائتلاف کښې د پاکستان د فوځ د پخواني مشر جنرل راحيل شريف په شتون اعتراض وکړ.
-
په زرګونو يمني مېرمنو د سعودي ائتلاف د حملو په خلاف مظاهرې وکړې
Aug 05, 2018 01:55د يمن په زرګونو مېرمنو پرون مازيګر د دغه هېواد په پائتخت صنعا ښار کښې د دغه هېواد په مختفو سيمو د سعودي ائتلاف د حملو او بمباريو په غندنه کښې مظاهرې وکړې.
-
افغان جهادي قوماندان په پکتيا کښې په نمونځګزارو ترهه ګريزه حمله کښې د سعودي عواملو رول په ډاګه کړ
Aug 05, 2018 01:15پخواني افغان جهادي قوماندان د پکتيا ولايت مرکز ګرديز ښار کښې د يو جومات په نمونځګزارو باندې په ترهه ګريزه حمله کښې له سعودي سره د وابسته عواملو رول په ډاګه کړ.
-
د لبنان حزب الله په الحديده روغتون د سعودي حمله وغندله
Aug 04, 2018 11:13د لبنان حزب الله نن په يوې بيانيه کښې په الحديده ښار کښې په الثوره روغتون او د کبانو په بازار باندې په حمله کښې د سعودي تيريګر ائتلاف وحشيانه جنايت سخت وغندۀ.
-
د يمن د انصارالله وياند: د تيري ګرو هېوادونو پائتختونه به نور په امن کښې نه وي
Jul 27, 2018 09:59د يمن د انصارالله وياند وويل: له دې وروسته به د يمن په خلاف د عربي ائتلاف د هېوادونو پائتختونه په امن کښې نه وي.
-
د امريکې، افغانستان، سعودي او اماراتو غونډه د صلحې يا افغانستان ته د مېنځني ختيځ د بحران د منتقلولو لپاره؟
Jul 25, 2018 11:09زمونږ تهران رېډيو ته د رارسېدلي رپوټ له مخې د افغانستان د ملي امنيت د شورا دفتر د امريکې، سعودي، افغانستان او اماراتو د ملي امنيت د صلاحکارانو غونډه چې پرون به ابوظبۍ کښې وشوه په افغانستان کښې د صلحې د ټينګښت لپاره مهمه بولي او اميد څرګندوي چې مثبتې نتيجې به ولري.