-
ما ته غوږ شئ (۲۲)
Oct 07, 2026 12:27د عراق د خلکو لپاره جګړه یوازې په تاریخ کې یوه لنډه دوره نه ده؛ بلکې داسې تجربه ده چې څو نسلونو یې له پایلو سره ژوند کړی دی. دغه هېواد څو ځله د داسې بحرانونو په مرکز کې پاتې شوی چې اصلي بیه یې تر ټولو زیات عادي خلکو ورکړې؛ هغو خلکو چې نه د پرېکړو په خونو کې وو او نه یې د جګړو په پیل کې کوم رول درلود.
-
د یمن خارجه وزارت: په جنګ کې د سعودي عربستان بریاوې یوازې د رسنیو توهمات دي
Oct 07, 2026 10:47پارس ټوډې- د یمن د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې ویلي چې د یمن په خاوره کې د سعودي عربستان د پوځي لاسته راوړنو ادعاوې یوازې «خیالي بریاوې» او له ځانه جوړ شوي روایتونه دي چې د عمومي د افکارو د غولولو لپاره خپرېږي.
-
د بابالمندب د نیولو په هڅه کې د سعودي تالی څټو درنده ماتې وخوړله.
Oct 07, 2026 08:32د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند د سعودي عربستان اړوندو اجیرو ځواکونو د بابالمندب د نیولو په هڅه کې د ناکامۍ خبر ورکړ.
-
د امریکا کانګرس، د ایران په ضد په جنګ کې د۸۱ الوتکو اوډرونز په زیانمنۍ یا ویجاړۍ اعتراف وکړ
Oct 07, 2026 08:29د امریکا کانګرس په خپل تازه راپور کې له ایران سره په جنګ کې د دغه هېواد د پوځي هوايي وسایلو زیانونه ۸۱ الوتکې او بېپیلوټه الوتکې اعلان کړي دي
-
د امریکا او عربستان د اټومي هوکړې په اړه د سنا راياچونې ولې وځنډول شوې؟
Oct 07, 2026 07:30پارسټودي: د امریکا مشرانو جرګې اعلان کړی چې له سعودي عربستان سره د ټرمپ د حکومت د ایټمي هوکړې په اړه رایهاچونه به د منځمهالو ټاکنو له ترسره کېدو وروسته ترسره شي.
-
عربستان د یمن پر وړاندې د بریدونو د زیاتېدو د نتیجو مسؤل دی
Oct 06, 2026 12:32پارستودي ـ د یمن د انصارالله غورځنګ ویاند او د یمن د مرکچي پلاوي مشر خبرداری ورکړی: سعودي عربستان د یمن پر وړاندې د بریدونو د زیاتېدو د ټولو نتیجو مسؤل دی.
-
ټرمپ پر یمن د سعودي د تېریو ښکاره ملاتړ وکړ
Oct 06, 2026 10:49د امریکا ولسمشر په ښکاره ډول د سعودي عربستان او د هغه د متحدینو له خوا پر یمن د بریدونو او د دغه هېواد پر خلکو د ترسره کېدونکو بریدونو ملاتړ وکړ.
-
پر ریاض او جده د یمن د وسلهوالو ځواکونو توغندیز او بېپیلوټه برید
Oct 05, 2026 09:53پارس ټوډی - خبري سرچینو د سعودي عربستان پر پلازمېنې ریاض او لوېدیځ ساحلي ښار جده کې پر اهدافو د یمن د وسله والو ځواکونو د توغندیزو او بېپیلوټه بریدونو خبر ورکړی دی.
-
د عربستان په ریاض او جده باندې د یمن توغندوي او بې پایلوټه الوتکو بریدونه شوي
Oct 05, 2026 06:01زمونږ خبریال راپور راکړی خبري سرچینو د سعودي عربستان پر پلازمېنې ریاض او لوېدیځ ساحلي ښار جده کې پر ځینو هدفونو د یمن د وسله والو ځواکونو د توغندیو او د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خبر ورکړی دی.
-
د عربستان د بریدونو په ځواب کښې په ریاض کښې د آرامکو تاسیسات په نښه شول
Oct 04, 2026 13:05د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند، یحیی سریع، تېره شپه په یوه اعلامیه کې وویل چې د یمن پر پلازمېنې صنعا او د دغه هېواد پر نورو ولایتونو یې د سعودي عربستان د بریدونو په غبرګون کې، د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د آرامکو پر شرکت پوځي عملیات ترسره کړي دي.