-
د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر: بنیامین نتانیاهو د شخصي ګټو لپاره په غزه کې جګړې ته دوام ورکوي
Jul 26, 2025 02:43پارس ټوډی - د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر ایهود اولمرت وايي، د غزې پر خلکو د جګړې دوام د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو شخصي او سیاسي ګټو پورې تړلی دی.
-
په غزه کې د ډوډۍ په لټه ۸۴ ماشومانو شهیدان شوي
Jul 26, 2025 02:40پارس ټوډی - د غزې د شفا روغتون مشر د ماشومانو د لوږې له امله د مړینې د شمېر د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او اعلان یې وکړ چې تر اوسه ۸۴ ماشومان د یوې ډوډۍ د موندلو په هڅه کې شهیدان شوي او دا شمېره لا هم په زیاتېدو ده.
-
پاکستان: په لویدیځه غاړه د اسراییلو دحاکمیت تپل غیرقانوني او غندل شوی دی
Jul 25, 2025 08:07د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د صهیونیسټ رژیم (پارلمان) د پریکړې په ضدپه سخت غبرګون کې چې په لویدیځې غاړې د رژیم د حاکمیت د تحمیلولو لپاره یو قانون تصویبوي، د تل ابیب اقدامات غیرقانوني بولي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د داسې خطرناکو چلندونو په ضدقاطع اقدام وکړي.
-
تفسير: آيا د ملګرو ملتونو امنيت شورا د اختلافاتو د سوله ييز حل په اړه پرېکړه ليک د نړيوالو واقعيتونو په نظر کې نيولو سره د تطبيق وړ دی؟
Jul 24, 2025 12:25پارس ټوډی - د ملګرو ملتونو امنيت شورا په اتفاق سره يو پرېکړه ليک تصويب کړ، چې له ټولو هېوادونو غواړي په اغېزمنه توګه د اختلافاتو د سوله ييز حل ميکانيزمونو څخه کار واخلي.
-
د امريکايي امنيتي افسر اعتراف: امريکايي پوځيانو پر فلسطينيانو ډزې کړې
Jul 24, 2025 12:01پارس ټوډی - يوه امريکايي امنيتي افسر، چې په غزه تړانګه کې د مرستو د وېش په مرکزونو کې يې کار کاوه، څرګنده کړه، چې امريکايي امنيتي مامورانو په دې مرکزونو کې پر هغو فلسطينيانو ډزې کړې، چې د مرستې غوښتنه يې کوله.
-
دوه فلسطيني تنکي ځوانان د لويديځې غاړې په جنوب کې د اسرائيلي پوځيانو لخوا شهيدان شول
Jul 24, 2025 11:57پارس ټوډی - د فلسطين روغتيا وزارت د لويديځې غاړې د اردن سيند په جنوب کې د دوو فلسطيني تنکيو ځوانانو د اسرائيلي پوځيانو په ډزو د شهادت خبر ورکړ.
-
د فلسطين روغتيا وزارت: په غزه کې د عضلاني فلج پېښې زياتې شوې دي
Jul 24, 2025 11:55پارس ټوډی ـ په غزه تړانګه کې د عضلاني فلج پېښې زياتې شوې دي.
-
نړيواله اداره آکسفام: په غزه کې بشري ناورين روان دی
Jul 24, 2025 11:53پارس ټوډی - نړيوالې ادارې «آکسفام» په يوه اعلاميه کې ويلي، چې په غزه تړانګه کې بشري کړکېچ بې ساري کچې ته رسېدلی او قحطي په ټوله سيمه کې خپره شوې ده، او ټينګار يې کړی، چې لوږې د ګڼو غير نظاميانو ژوند اخيستی او په غزه کې يو بشري ناورين روان دی.
-
ترکيه: د اسرائيل د پارلمان د لويديځې غاړې د الحاق په اړه رايې ورکول باطل دي
Jul 24, 2025 11:46پارس ټوډی - د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د اسرائيلي کنست (پارلمان) لخوا د لويديځې غاړې د الحاق لپاره رايې ورکول شوې طرحه د نړيوالو قوانينو له مخې باطله ده او هېڅ قانوني اعتبار نه لري.
-
پاکستان: د فلسطين مسئله د ملګرو ملتونو د اعتبار لپاره «ټاکونکی امتحان» دی
Jul 24, 2025 11:43پارس ټوډی - د پاکستان مرستيال لومړي وزير او د بهرنيو چارو وزير د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې ویلي، د فلسطين قضيه د نړيوالې ټولنې د عدالت، قانون او سولې د تحقق لپاره يو ټاکونکی امتحان دی.