-
د یمن خلکو د امریکا او د اسرائیلو له بیلتون غواړو پلانونو سره مخالفت وکړ
Jul 19, 2025 02:30ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن خلکو د هره جمعې په شان پرون هم د پلازمینې صنعا په واټونو کښې په میلیوني مظاهرو سره د انقلاب د مشر سید عبدالملک الحوثي ملاتړ اعلان کړ او په سیمه کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم له بیلتون غواړو پلانونو سره د جهاد او د مبارزې د دوام غوښتنه یې وکړه.
-
امریکا تراوسه د خبرو د له سره پیلولو شرایط نه دي برابر کړي
Jul 19, 2025 02:02ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په روسیې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر کاظم جلالي وویل: حاضردمه او د موجودو شواهدو پراساس له امریکا سره د غیر مستقیمو خبرو د له سره پیلولو لپاره شرایط برابر نه دي ځکه چې امریکا تراوسه پورې هڅه نه ده کړي چې خپل کړچار اصلاح کړي او یا لږ تر لږه په دې لړ کښې خپل دریځ اعلان کړي.
-
د فلسطین مقاومت ډلو د اسرائیلو رژيم ته خبرداری ورکړ
Jul 19, 2025 01:25ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د پوځي څانګې شهید عزالدین قسام غونډ ویاند «ابو عبیده »له مارچ میاشتې راهسې تراوسه په خپل لومړي تصویري پیغام کښې اسرائیلو رژيم ته خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ
-
په لوړ غږ سره د سوریې د ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوو
Jul 19, 2025 00:33ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» په سوریې باندې د اسرائیلو د پوځي تیریو په ارتباط د اروپايي اتحادیې د خپلې خوښې او ناوړه کړچار ته په غبرګون کښې وویل
-
د لویدیځو ډيپلوماټانو د تیریدا په وخت په دفاع وزارت برید وشو
Jul 18, 2025 01:11ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لویدیځ یوې رسنۍ پرون د سوریې د یوه عیني کتونکي په شمول د دوو خبرو سرچینو په قول وویل د صهیونیسټ رژیم د هوايي ځواک لخوا د سوریې په دفاع وزارت باندې د توغندیو بریدونه دغه وزارت ته نږدې د لویدیځو هیوادونو د ډيپلوماټانو د زغرګاډوی د یوه کاروان د تیریدا په وخت شوي وو.
-
د امریکا ولسمشر ټرامپ خبرو ته د ایران د بیرته ستنیدا په انتظار دی
Jul 18, 2025 00:56ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې «ټیمي بروس» یوځل بیا د ادعاګانو په تکرارولو او د خبرو اترو په وخت د ایران په اټومي مرکزونو باندې د واشنګټن د حملې په توجیه کولو سره غونډسکه د تهران ځمکې ته ورویشتله
-
اسرائیل د سیمې د سولې لپاره تر ټولو خطرناک ګواښ دی
Jul 18, 2025 00:37ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر «امیر سعید ایرواني» د سوریې پرضد د اسرائیلو رژیم وروستې حملې په کلکه وغندلې او ویې ویل دا ډول اقدامات د یوه داسې رژیم لخوا چې هماغه راز یې د سوریې د خاورې ځینې برخې په غیر قانوني ډول نیولي دي د خطرناک تاوتریخوالي د زیاتیدا بیانونکي دي
-
د غزې د خلکو نسل کشۍ د امریکا او د اسرائیلو ګډ هدف دی
Jul 18, 2025 00:22ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ مشر «سید عبدالملک بدرالدین الحوثي» وویل د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژيم جنایتونه د امریکا په پوځي او سیاسي ملاتړونو او د عربو هیوادونو په پیسو سره ترسره کیږي.
-
د فلسطین د غزې تړانګې په هکله د خطرې ټلۍ وکړنګیدله
Jul 18, 2025 00:06ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو د مرستې رسونې او د کارموندنې د اژانس انروا(UNRWA) د رسنیو د چارو سلاکار «عدنان ابو حسنه»په غزې تړانګه کښې د غمیزې د رامینځته کیدونکي حالت خبر ورکړ او ویې ویل په غزې کښې په سلګونو زره کسان له لوږۍ او ناروغیو څخه کړیږي.
-
ولې د صیهونیسټ رژیم د دافع هوا قوماندان له دندې ګوښه شو؟
Jul 17, 2025 10:57پارس ټوډې - وروسته له هغه چې امریکایي ورځپاڼې "وال سټریټ ژورنال" په ډاګه کړه چې د صیهونیسټ رژیم د هوايي دفاع سیسټم د ایراني توغندیو په مخنیوي کې پاتې راغلی او په بریالیتوب سره ټاکل شوي هدفونه په نښه کړي، د اسراییلو د هوايي دفاع قوماندان له دندې ګوښه شو.