-
اسلامي ایران د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په بندیدا ټینګار وکړ
Mar 23, 2024 08:13زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اردن سیند د لویدیځې غاړې او د غزې تړانګې د فلسطینیانو پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو او د حملو د بندولو لپاره د مسوولو نړیوالو ارګانونو د سمدستي اقدام پرضرورت ټینګار وکړ.
-
روسيې او چین د غزې په اړه د امریکا طرحه ویټو کړه
Mar 23, 2024 03:10د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د غزې د اوربند په اړه د امریکا له لورې وړاندې شوې طرحه د روسیې او چین له لورې ویټو شوه.
-
امیر عبداللهیان : د بنیامین نتانیاهو د واکمنۍ دوره پای ته رسیدلې
Mar 22, 2024 09:32د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وایي، د صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتن یاهو د واکمنۍ دوره پای ته رسیدلې او یواځې د خپلې بقا لپاره لاس او پښې وهي.
-
د صهیونیسټ رژیم د ظلمونو په وړاندې چوپ پاتې کدونکو ته دې شرم دی
Mar 21, 2024 11:25د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت وایي، شرم دی په هغو کسانو وي چې د صهیونیسټ رژیم د ظلمونو په وړاندې چوپه خوله دي.
-
د امریکا ۱۹ سناتورانو لخوا د فلسطین د یوه خپلواک دولت د جوړولو وړاندیز
Mar 21, 2024 10:22د امریکا متحده ایالاتونو په مشرانو جرګه کې د ډیموکرات ګوند ۱۹ استازو د امریکا ولسمشر جوبایډن ته په یوه لیک کې د یوه خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
-
د امریکايي چارواکو په منځ کې له صهیونیسټ رژیم سره د مرستې د مخالفت زیاتېدل
Mar 21, 2024 09:23د امریکا متحده ایالاتونو اویا پخوانیو چارواکو، دیپلوماتانو او پوځي افسرانو له ولسمشر جوبایډن څخه غوښتي چې د صهیونیسټي رژیم په وړاندې دې سخت دریځ غوره کړي.
-
د صهیونیسټي رژیم د ستر ظلم د ختمولو لاره به دوام ولري
Mar 21, 2024 01:46د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر د غزې په دلدل کې د صهیونیسټي رژيم ډوبېدو او د صهیونیسټانو د جنایتونو د اصلي شریک په توګه له امریکې سره د ولسونو د نفرت زیاتېدو ته په اشارې سره وویل: د صهیونیسټي رژیم د ستر ظلم د ختمولو لاره به دوام ولري.
-
په غزې تړانګه کې له 100 څخه زیات مرسته وېشونکي په شهادت رسېدلي
Mar 21, 2024 03:41زموږ د خبریال د خبر له مخې، په غزې تړانګه کې د فلسطین د حکومت د اطلاعاتو دفتر اعلان وکړ چې د بشري مرستو د وېش څه دپاسه ۱۰۰ تنه کارکوونکي او هغه کسان چې غوښتل یې په غزې تړانګه کې دغه مرستې ترلاسه کړي، په غزې تړانګه کې د صهیونیسټانو د نیواکګر رژیم د تیرې اونۍ د بریدونو له امله په شهادت رسېدلي دي.
-
۱۶۶ ورځې جګړه؛ د صهیونیسټي رژیم پوځونو ډېر پام د ملکي وګړو وژلو ته اړولی
Mar 21, 2024 02:45تر پنځه نیمو میاشتو جګړې وروسته، د صهیونیسټي رژیم پوځونه د فلسطیني جهادي ډلو په ځانګړي ډول د حماس اسلامي غورځنګ پر وړاندې په جګړه کې ناکام ښکاري او په دغې موده کې یې ډېر پام د ملکي وګړو پر وژلو او نیولو ورټول دی.
-
د غزې تړانګې د نسل کشۍ په مقابل کښې د مقاومت د چورلیز د پایدارۍ دوام :-
Mar 20, 2024 11:19په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د حملو دوام ته په ځواب کښې په فلسطین، لبنان ، عراق او یمن کښې د مقاومت چورلیزونو د صهیونیسټ رژيم په هدفونو باندې بریدونه وکړل.