-
په یمن کې دجنګ او کلابندۍ په ضد میلیوني ولسی لاریون ترسره شو
Jan 06, 2023 11:25مظاهره چیانو په شعارونو ورکولو سره د امریکا دسیمې د درستو شخړو اوترینګلتیاؤ مسئوله وبلله او پر اسلامی نړۍ ئې غږ کړی چې په خود کې دې شي او خپل انساني او اسلامی مسئولیّتونه دې وپيژني او د اسلامی امت د عزت او عظمت د ساتلو لپاره دې د اسلام ددښمنانو په وړاندې سره یو موټی شي.
-
دښمنان د اسلامی ایران پر ولس نشی مسلط کیدلی
Jan 06, 2023 08:25ایران د ولس دښمنان د اسلامی انقلاب له هماغه بری راهسې تردې دمه تل دظالمانه بندیزونو په اعمالولو سره د هیواد په اقتصاد کې د درندو ګوزارنو هڅه کوي او له هیڅ ډول صنعتي بندیزونو ئې ډډه نه ده کړې ،خو دایران ولس تر دې دمه د دښمنانو ددغو دسیسو او نقشو په وړاندې په داخلی تولیداتو باندې په تکیې سره مقاومت کړی دی.
-
د صهیونیست رژیم بې پیلوټو الوتکو له دوه زره زیات فلسطینیان وژلي دي
Jan 05, 2023 08:16د فلسطین د بشري حقوقو مرکز په یوه راپور کې ویلي چي په تېرو شلو کلونو کې له دوه زره زیات فلسطینیان د صهیونیست رژیم د بې پیلوټو الوتکو په بریدونو کې وژل شوي دي.
-
د اسلامی هیوادونو مشران دې د الاقصی جومات دنجات لپاره راپورته شي.
Jan 05, 2023 03:01د ارتوډکس کلیسا ستر پادري عطاا..حنا هم په الاقصی جومات د بین یامین نتن د کابینې د یوه افراطي وزیر ایتمار بن ګویر تیری د اسرائیلی رژيم په وسیله د بیت المقدس د ویشلو او یوه محدود ځای باندې د بلولو د سیاستونو دوام وبالۀ او وې وئیل چې دغه چاره به ډیرې خطرناکې پایلې ولري چې باید مخه ئې ونیول شي.
-
تش په نامه ماډرن لویدیځ دمیرمنې د کرامت او حیثیّت په حق کې جنایت کړی دی.
Jan 04, 2023 11:57د اسلامی انقلاب ستر لارښود پخپلې وینا کې وفرمائيل،په لویدیځ کې د میرمنې د آزادۍ موضوع په کارخانو کې له دوي د استفادې لپاره په ډيرو کمو حقوقو سره مطرح ده.د وي دغه راز وفرمائيل؛ په پانګوال نظام کې سرمایه له انسانیّته لا لوړه ده، انسانو انسانیّت د پانګې په خدمت کې ګرځي ، او هر هغه انسان چې لازیات پانګونه وکولی شي، پانګه ذخیره کړئ شي، نو ارزښت ئې لازیات وي.
-
ایران د الاقصی جومات سپکاه په کلکه وغاند
Jan 04, 2023 02:14زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د اسرائیلو د توکمپال او د ناجایز رژیم د کابینې د وزیر لخوا د الاقصی جومات سپکاوی په کلکه وغاند.
-
د نتانیاهو د سرزوري کابینې وزیر په الاقصی جومات یرغل وکړ
Jan 03, 2023 09:25ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم د کورني امنیت نوي وزیر ایتامار بن ګویر په خپلې لومړۍ کاري اونۍ کښې له یوشمیر نورو صهیونیسټانو سره یوځاې په یوه لمسونکي اقدام کښې په الاقصی جومات یرغل وکړ.
-
د دمشق په هوايي ډګر تیری د اسرائیلو د جنایتونو د لړۍ یوه نوې کړۍ ده
Jan 03, 2023 04:06د سوریې خارجه وزارت د ملګرو ملتو سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته د دوو پيغامونو په لیږلو سره د دمشق په نړیوال هوايي ډګر باندې د صهیونیسټي رژيم حملې ته غبرګون وښوده.
-
تهران د مصر او د ایران ترمینځ د هر مثبت اقدام هرکلی کوي
Jan 02, 2023 10:04زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت د مصر او د ایران ترمینځ د هر ډول مثبت اقدام هرکلی کوي.
-
د فلسطینیو بندیانو د خوشي کولو لپاره به هڅې ته دوام ورکړو
Dec 31, 2022 02:46زیات النخاله ووئیل،دا دفلسطین ولس دی چې په لویدیځي غاړې کې جنګیږي او ایران او حزب ا.... هم د فلسطینیو مبارزانو ملاتړ کوي.د فلسطینیانو حقوق څه دپاسه اویا کاله کیږي چي د صهیونیسټي نیواکګر رژيم په بوټونو سره چخڼي کیږي او دغه وحشي او نیواکګر رژيم په دغې مودې کې د فلسطنیانو په ضد ترټولو وحشي ډوله او بوږنونکي جنایتونه کړي دي.