-
بقایي: د ایران د ملت غوسې له امریکا سره خبرې اترې ناممکنې کړې دي
Jul 05, 2025 12:53پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د صهیونیسټي رژیم او امریکا له یرغلونو وروسته د ایران د عامه افکارو غوسې، له واشنګټن سره د هر ډول خبرو اترو امکان له منځه وړی دی او ایران حق لري چې له اټومي نړیوال آژانس سره پر خپلې همکارۍ بیاکتنه وکړي.
-
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر: امریکا په "بد نیت" سره مذاکراتو ته راغله
Jul 05, 2025 12:47پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په وروستیو میاشتو کې د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو په اړه وویل چې تهران په ښه نیت خبرې اترې وکړې، خو واشنګټن په بد نیت سره داخل شو.
-
پزشکیان: د ایکو په سرمشریزه کې حاضرو هېوادونو د صهیونیسټي رژیم اقدامات وغندل
Jul 05, 2025 12:34پارس ټوډې - د ایران اسلامي ولسمشر د اذربایجان جمهوریت ته د خپل یو ورځني سفر په تشریح کولو سره، د ایکو د سرمشریزې د اصلي غونډې فضا ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې ټولو حاضرو هېوادونو د ایران پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم اقدامات په څرګنده او کلکه توګه وغندل.
-
د حماس اسلامي غورځنګ په غزه کې د اوربند لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی
Jul 05, 2025 11:08په داسې حال کې چې غزه کې د اسراییلي رژیم بریدونه دوام لري، د حماس اسلامي غورځنګ د اوربند په اړه د خبرو لپاره چمتوالی ښوولی دی.
-
ولایتي: د متحده ایالاتو او صهیونیستي رژیم له خوا پر ایران بریدونه د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده
Jul 05, 2025 02:39پارس تودي - د ایران د اسلامي انقلاب د رهبر د بهرنیو چارو سلاکار ډاکټر «علياکبر ولایتي» وايي: د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د امنیت شورا مشر باید د خپلو قانوني او اخلاقي مسوولیتونو له مخې یرغلګر وپیژني او دوی ته سزا ورکړي ترڅو د ایران پر ضد د مادي او معنوي زیانونو د جبران لپاره اړ کړای شي.
-
عراقچي: جرمني پر ایران له بمبارۍ په ښکاره ملاتړ سره، له ایرانیانو سره خپله دښمني وښودله
Jul 04, 2025 02:02پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ په خپل ایکس حساب کې، د صهیونیسټي رژیم او امریکا لخوا د ایران د اټومي تاسیساتو له برید وروسته د تهران او د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې ترمنځ د همکارۍ د بدلون په اړه، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت غبرګون ته په خپل پیغام کې ځواب ورکړ.
-
الحوثي: اسلامي امت باید د صهیونیسټانو او امریکایي یرغلونو په وړاندې هوښیار وي
Jul 04, 2025 01:51پارس ټوډې - د یمن د انصارالله غورځنګ مشر، د غزې د جګړې د بدلونونو په اړه په خپله وروستۍ وینا کې، صهیونیسټي رژیم او امریکا د فلسطیني خلکو په وړاندې په ظالمانه جنایتونو او نسل وژنې تورن کړل او له اسلامي امت څخه یې وغوښتل چې د دې یرغلونو په وړاندې هوښیار و اوسي.
-
امریکا پر ایران نوي بندیزونه ولګول
Jul 04, 2025 01:42پارس ټوډې - د امریکا مالیې وزارت د پنجشنبې په ورځ په سیمه ییز وخت د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اعظمي فشار پالیسیو په دوام کې اعلان وکړ چې د ایران په اسلامي جمهوریت باندې یې نوي بندیزونه لګولي دي.
-
د حزب الله غړی: د مقاومت وسله یوه ملي او کورنۍ مسله ده/باج ورکولو ته به تسلیم نه شو
Jul 04, 2025 01:32پارس ټوډې - د لبنان په پارلمان کې له حزب الله سره تړلې "له مقاومت سره وفادارې" ډلې غړي ټینګار وکړ چې د مقاومت وسله یوه کورنۍ او ملي مسله ده او دوی به هېڅکله امریکایي - صهیونیسټي باج ورکولو ته تسلیم نشي.
-
لوړ پوړی پاکستاني ډیپلومات: یرغلګر باید د ایران له ځواب څخه درس واخلي
Jul 04, 2025 01:23پارس ټوډې - په روسیه کې د پاکستان سفیر، د صهیونیسټي رژیم او امریکا د پوځي یرغل په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت غبرګون د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ وبللو او ویې ویل: هیله لرو چې یرغلګر د راتلونکي لپاره درس واخلي.