-
په ايران کښې په کورونا اخته له يولسو زرو زياتو کسانو شفاء بيامونده
Mar 27, 2020 11:03د ايران د روغتيا وزارت وويل، تر اوسه يولس زره يو سل درې دېرش هغه کسان چې په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته شوي وو ښه شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.
-
کابل کښې په تګ راتګ د محدوديت لګولو طرحه تصویب شوه
Mar 27, 2020 10:45د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سټراټیژيکو تعلقات لوے صلاحکار وحید عمر وويل، د کابینې په ننۍ بېړنۍ غونډه کښې په کابل کې په تګ را تګ د محدودیت لګولو طرحه تصویب شوه.
-
اروپائي اتحاديه له کورونا سره په مقابله کښې د ايران ملاتړ کوي
Mar 26, 2020 00:38د ايران خارجه وزير وويل: اروپائي اتحاديه له کورونا سره په مبارزه کښې د ايران ملاتړ کوي او په دې لړ کښې د ايران د اقداماتو لپاره د مالي خنډونو د لرې کولو په لړ کښې حمايت کوي.
-
ملګرو ملتو په نړۍ کښې د زر تر زره ډزبندۍ غوښتنه وکړه
Mar 26, 2020 03:20د ملګرو ملتونو مشر آنتونیو ګوټرېش په نړیوالو غږ کړے، چې کورونا واېرس په ټوله نړۍ کښې په خپرېدو دي، نو اړتیا ده چې په داسې حساس وخت کښې د جګړې ټولې خواوې ډزبندي وکړي.
-
چين د ايران په خلاف د امريکې په ظالمانه بنديزونو نيوکه وکړه
Mar 26, 2020 03:00د چين د کېميونېسټ ګوند د نړيوالو چارو مرستيال وزير د کورونا وائرسو په اړه د واشنګټن په تور لګونې باندې په نيوکې سره وويل، د امريکې بنديزونه له دغو وائرسو سره په په مبارزې منفي تاثير لري.
-
ټول هېوادونه دې د امريکې له بنديزونو انکار وکړي
Mar 26, 2020 00:23په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي له ټولو هېوادونو وغوښتل د نړيوالې ټولنې غوښتنې ته د امريکې د بې پامۍ په صورت کښې دې د ايران په خلاف د واشنګټن له بنديزونو انکار وکړي.
-
په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته تقريباً نهه زره تنه ښۀ شول
Mar 24, 2020 12:07د ايران د روغتيا وزارت وويل: تر اوسه هغه اته زره نهه سوه ديارلس کسان چې په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته شوي وو ښۀ شوي او له روغتونونو رخصت شوي دي.
-
ننګرهار کښی د کورونا وايرس پنځه شکمنې پېښې ثبت شوې دي
Mar 24, 2020 11:10د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکتر نصیر احمد دراني په یوه خبري ناسته کښې وویل له ننګرهار د پنځوشکمنو کسانو د وینو نمونې د عامی روغتیا وزارت لابراتوار ته واستول شوې وې چې د څلورو هغو پایله منفي او یوه نمونه لا هم په لابراتوار کې تر څیړنې لاندی ده د عامی روغتیا رئیس وویل دغه شکمن کسان د هرات ولایت څخه جلال اباد ته راغلي وو.
-
د ټرمپ تجويز کړې شوې نسخې يو امريکائي ووژۀ
Mar 24, 2020 08:25يو امريکائي د دغه هېواد د ولسمشر د تجويز کړي درمل د استعمالولو له کبله مړ شو.
-
په پاکستان کښې د امريکې د سفارت خپل سرے اقدام
Mar 21, 2020 11:48په پاکستان کښې د امريکې سفارت په يو عجيبه او خپل سري اقدام کښې خپل سفارتکار چې کورونا ټېسټ يې مثبت اعلان شوے ؤ د روغتون په ځاے سفارتخانې ته منتقل کړ.