-
پزشکیان: ایران او عمان په سیمهییزو لوړو او ژورو کې د یوه بل ملګري دي
Oct 28, 2025 09:39پارس ټوډې - د ایران ولسمشر د دې هېواد او عمان د اړیکو پر اوږدې مخینې په ټینګار سره وویل: دواړو خواوو ترمنځ اړیکې او تعاملات تل پر ورورۍ، متقابل احترام او ښه نیت ولاړې دي او دوه هېوادونه په سیمهییزو لوړو او ژورو کې تل د یوه بل ملګري او مرستندویه وو.
-
پزشکیان: د اسلامي هېوادونو یووالی د هراړخیزو اړیکو په پراختیا پورې تړلی دی
Oct 08, 2025 09:15پارس ټوډې - د ایران ولسمشر ټینګار وکړ چې د اسلامي هېوادونو یووالی په ټولو برخو کې د اړیکو پراختیا ته اړتیا لري او د دې یووالي په سیوري کې به صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د ترسره کولو جرئت ونه کړي.
-
د امریکا ولسمشر ټرمپ د حقیقت غږ اورېدو ته نه پرې ږدي؛ سپینې ماڼۍ د ایران ولسمشر رسنیز ټیم ته ویزه ور نه کړه
Sep 23, 2025 10:40پارس ټوډی - د امریکا حکومت د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر د رسنیز او خبري ټیم زیاتره غړو ته د نیویارک سفر او د ملګرو ملتونو عمومي غونډې د پوښښ لپاره ویزه نه ده ورکړې.
-
ولسمشر پزشکیان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته له تلو دمخه د اسلامي انقلاب له رهبر سره ولیدل
Sep 23, 2025 02:17پارس ټوډې - د ایران ولسمشر په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې کلنۍ غونډې ته د تلو په درشل کې، د اسلامي انقلاب له رهبر سره ولیدل او د دې سفر لپاره د ترسره شویو پلانونو په اړه یې راپور وړاندې کړ.
-
پزشکیان: بدغوښتونکي د اسنپ بک له طریقه زموږ پر وړاندې لار نه شي بندولی
Sep 21, 2025 01:58پارس ټوډې - د ایران ولسمشر وویل: په کراتو ځینو هڅه کړې چې د ایران د پرمختګ او ودې لاره بنده کړي، خو مغزونه او فکرونه د هر خنډ په وړاندې یا لاره مومي او یا یې جوړوي.
-
د ایران د غېږنیوونکو تاریخي بریا؛ د فرنګي غېږنیونې ملي ټیم هم د نړۍ اتل شو
Sep 21, 2025 01:30پارس ټوډې - د ایران د فرنګي غېږنیونې ملي ټیم، د آزادې غېږنیونې په څېر، په کروشیا کې د نړیوالو سیالیو اتلولي په خپل نوم کړه.
-
بریکس څنګه کولای شي د یوې اړخیزې تګلارې سره په مقابله کې بنیادي او مخکښ رول ولوبوي؟
Sep 09, 2025 10:10پارس ټوډې- د ایران ولسمشر «مسعود پزشکیان» د بریکس د مشرانو په غیرحضوري ځانګړې غونډه کې ټینګار وکړ چې بریکس کولای شي د یو اړخیزې تګلارې له امله د رامینځته شویو اندېښنو سره په مقابله کې مخکښ رول ولوبوي.
-
د ایران ولسمشر: مسلمانان باید خپل یووالی او همغږي پیاوړې کړي / لوېدیځ له انسانیت سره ډېر واټن لري
Sep 08, 2025 08:57پارس ټوډې - د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر پر دې باندې په ټینګار سره چې مسلمانان باید " واحد لاس" (یو لاس) وي او خپلمنځي یووالی او همغږي پیاوړې کړي، او زیاته یې کړه: که مسلمانان یو له بل سره متحد وي او خپلمنځي نفاق او اختلاف ونه لري، صهیونیسټان هېڅکله نشي کولای په غزه او د سیمې په هېوادونو کې دا جنایتونه ترسره کړي.
-
پزشکیان: جغرافیایي سرحدونه هېڅکله د ایران او عراق دوو وروڼو ملتونو د جلا کولو توان نه لري
Sep 08, 2025 08:23پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ایران او عراق د دوو ملتونو او هېوادونو ترمنځ اړیکې د دیني او کلتوري اړیکو په سیوري کې ژورې او ريښې لرونکې وبللې او ټینګار یې وکړ چې جغرافیایي سرحدونه هېڅکله د دې دوو وروڼو ملتونو د جلا کولو توان نه لري.
-
پزشکیان: د ایران او پاکستان د خلکو ترمنځ هېڅ واټن نشته
Sep 01, 2025 11:29د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د دوشنبې په ورځ د پاکستان له لومړي وزیر سره په لیدنه کې د دې په بیان سره چې د ایران د چارواکو احساس دا دی چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ هېڅ واټن نشته، او زیاته یې کړه: موږ لیوال یو چې په ټولو برخو او ساحو کې اړیکې پیاوړې او ژورې شي او د همکارۍ پراختیا مخې ته خنډونه لرې شي.