-
غریبآبادي: له امریکا سره هر ډول تفاهم باید د ایران ملي ګټې تضمین کړي
Jun 05, 2026 15:25پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال ټینګار وکړ: تر هغه چې د ایران ملي ګټې په بشپړه توګه تضمین نه شي، له امریکا سره به هېڅ تفاهم لاسلیک نه شي.
-
د بحرین رژیم د مذهبي او دیني مشرانو له نیولو څه هدف لري؟
Jun 05, 2026 16:44پارس ټوډې – د بحرین آل خلیفه رژیم د مذهبي مشرانو د ځپلو د سیاست په دوام، یو شمېر نور مذهبي او دیني مشران هم نیولي دي. د آل خلیفه رژیم له لوري د مذهبي او دیني مشرانو نیول نوی سیاست او نوې چاره نه ده، بلکې د دې رژیم د نږدې پنځوس کلن تاریخ یوه برخه جوړوي. خو د اوسني ځپلو کچه او د نیول شویو کسانو پراخ شمېر بېساری بلل کېږي.
-
د طالبانو وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره د روغتیايي پروګرامونو پر پیاوړتیا غږېدلی
Jun 05, 2026 16:09د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره په لیدنه کې د پولیو لابراتوار پر فعالیت، د روغتیا په برخه کې د نویو کړنو پر څرنګوالي او د ځینو روغتیایي پروګرامونو ښه پلي کېدو په موخه پر همغږۍ خبرې کړې دي.
-
بقایي: د بېګناه ماشومانو وژل پر انساني وجدان تعرض دی؛ بېګناه ماشومان په کومه ګناه په جګړو کې وژل کېږي؟
Jun 05, 2026 15:45پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند «د یرغل له امله د قرباني شویو بېګناه ماشومانو نړیوالې ورځې» په مناسبت په یوه پیغام کې ولیکل: هر هغه ماشوم چې د یرغلګرو د جنګي جنایتونو له امله وژل کېږي یا زیان ویني، د انسانیت یوه برخه ورسره خاورو ته سپارل کېږي.
-
پوتین د امریکا او صهیونیسټي رژیم د بریدونو پر وړاندې د ایرانیانو یووالی وستایه
Jun 05, 2026 15:17پارس ټوډې – د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا او صهیونیسټي رژیم د بریدونو پر وړاندې د ایران د خلکو یووالی وستایه.
-
د اسلامي همکاریو سازمان: د تلابیب اقدامات له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده
Jun 05, 2026 15:03پارس ټوډې – په ملګرو ملتونو کې عربي ډلې او د اسلامي همکاریو سازمان د فلسطین په نیواکي سیمو کې د صهیونیسټي رژیم پر وروستیو اقداماتو سختې نیوکې کړې او خبرداری یې ورکړی چې دغه اقدامات په منظم ډول د فلسطینیانو حقونه تر پښو لاندې کوي.
-
یوناما: د افغانستان تر نیمایي ډېر نفوس له وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخ دی
Jun 05, 2026 14:39په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د چاپېریال ساتنې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د افغانستان تر نیمایي ډېر وګړي د وچکالۍ او د اوبو سخت کمښت له ویجاړوونکو پایلو سره مخ دي. یوناما ویلي چې وچکالي او د اوبو کمښت لاهم په افغانستان کې تر ټولو پراخ ګواښونه دي.
-
د غدیرِ خُم نېکمرغه اختر مو مبارک شه
Jun 04, 2026 06:39نن (پنجشنبه) د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د ذي الحجې د میاشتې اتلسمه نېټه چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي له ۱۴مې نېټې سره سمون لري، د مسلمانانو د ستر اختر په توګه د غدیرِ خُم د نېکمرغه اختر ورځ ده.
-
سپاه پاسداران: دښمن اړ دی چې د ایران نوي قواعد ومني
Jun 04, 2026 06:19پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو د د انقلاب د ستر بنسټګر امام خمیني (ره) د رحلت د اووه دېرشمې کلیزې او د نېکمرغه غدیر اختر په مناسبت په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی: شرور دښمن ته خبرداری ورکوو چې اړ یاست هغه نوي قواعد ومنئ چې د ایران ملت او وسله والو ځواکونو پر میدان تحمیل کړي دي.
-
طالبانو له ایټالیا غوښتي چې د افغان کډوالو د وژنې عاملان محاکمه کړي
Jun 04, 2026 05:34د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له ایټالیايي چارواکو غوښتي چې هغه کسان ونیسي او عدالت ته وسپاري چې د ایټالیا په جنوبي سیمه کالابریا کې یې درې افغانان وژلي دي.