-
د صهیونیسټي رژیم او د رسنیو د هدفمند حذف ستراتېژي؛ په غزه کې د شهیدو خبریالانو شمېر ۲۵۲ تنو ته ورسېد
Sep 29, 2025 12:43پارس ټوډې - د غزې پر ضد د صهیونیسټي رژیم د نسلوژنې د جګړې له پیل راهیسې، د رسنیو د شهیدانو شمېر ۲۵۲ تنو ته ورسېد. دا شمېره د فلسطین د اطلاعاتو مرکز د خبریال «محمد الدایه» له شهادت وروسته آبډیټ شوې ده.
-
ټرامپ او د امریکا د منځنیو پېړیو تړونونوته بیرته ګرځیدل
Sep 29, 2025 10:54پارس ټوډي - ډونالډ ټرامپ د ولسمشرۍ په دوهم پړاؤ کې ،د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې یو بنسټیز بدلون رامینځته شو؛ داسې ځاي چې نړیوالې معاهدې چې معمولاً د امریکا د کانګرس په تصویب سره رواوالی ترلاسه کوي، په شخصي موافقتونو بدلې شوې.
-
قالیباف: پر ایران هر ډول اقدام به له متقابل غبرګون سره مخ شي
Sep 29, 2025 09:24پارس ټوډې - د ایران د پارلمان مشر د ایران پر ضد د بندیزونو بیا لګول غیرقانوني وبلل او ویې ویل: که د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد کوم اقدام وشي، موږ به جدي او متقابل غبرګون وښیو.
-
جاپان: له ایران سره موافقې ته نه رسېدل د افسوس وړ دي
Sep 29, 2025 08:49پارس ټوډې - د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د دوامدارو ډیپلوماتیکو هڅو او د ایران له اسلامي جمهوریت سره د لوړې کچې خبرو اترو باوجود، تر اوسه اړوندې خواوې موافقې ته نه دي رسېدلي او دا موضوع «د افسوس» وړ ده.
-
ایا د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ویټو په جال کې ښکیل شوی ده؟
Sep 29, 2025 08:35پارس ټوډې – د ویټو حق د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو د واکونو په برخه کې یو له خورا جنجالي مسلو دی.
-
د ایران د پوځ او سپاه وحدت د ایران د خاورې د بشپړساتلو ضامن دی
Sep 28, 2025 10:07د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ لوي درستیز امیرسردار سيد عبدالرحيم موسوي د سپاه پاسدارانو له عمومی قوماندان سردار محمد پاکپور سره په کتنې کې د پوځ او سپاه وحدت او یووالی د دښمن د ماتې او د ملي امنيت، د خاورې د بشپړتیا او د اسلامي انقلاب د ارزښتونو د ساتنې ضامن وباله.
-
د اسلامی ایران په ضد به اسنپبک ولې ناکامه شي؟
Sep 27, 2025 10:24پارس ټوډي – د ایران د اسلامی جمهوریت دبهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې اسنپبک به ناکامه شي.
-
د ملګروملتوپه خالي هال کې د نتنیاهو د ویناپرمهال په نیویارک کې مظاهره
Sep 27, 2025 09:15پارس ټوډي - د صهيونسټي رژيم د تعقيبیدونکي لومړي وزير بنيامين نتانیاهو د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډې کې د وينا پر مهال، په نيويارک کې د دغې موسیسې د مرکز مخې ته سلګونو کسان غونډ شول او مظاهرې ئې وکړې او د هغه د نيولو غوښته ئې وکړه.
-
ملګري ملتونه؛د نتانیاهو د انزوا صحنه؛د نتنیاهو مخاطبې خالۍڅوکۍ
Sep 27, 2025 08:15پارس ټوډي – د ملګرو ملتونو دعمومی اسمبلۍ په غونډې کې لسګونو ډیپلوماټان د نتانیاهو د وینا له پیل سره سم له هاله ووتل؛ دا د غزې د جنګ په وړاندې یو ښکاره اعتراض ؤ چې په عربي او اسرائیلي رسنیو کې ئې پراخ انعکاس وموند.
-
په ملګرو ملتونو کې د افغان نجونو پر تعلیم د بندیزونو پر لرې کولو ټینګار وشو
Sep 27, 2025 02:12د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په یوه ناسته کې ټینګار وشو چې د طالبانو حکومت باید د نجونو پر زده کړو لګېدلی بندیز لرې کړي.