-
ولې گروسي د ایران د یورانیمو د بډاینې پر حق باندې اعتراف وکړ؟
Feb 13, 2026 15:41پارسټوډې – د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي مشر رافائل گروسي، ومنله چې ایران د اټومي وسلو د نهخپرېدو د تړون (NPT) غړی دی او د یورانیمو د بډاینې قانوني حق لري.
-
د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنه: راډيوګانې د فعالیت د دوام لپاره ملاتړ ته اړتیا لري
Feb 13, 2026 14:36د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنه وايي، سره له دې چې په هېواد کې ۳۹۴ راډیوګانې فعالې دي، خو د دغو رسنیو مالي ناپایداري او د هغو د کارکوونکو د لویې برخې د حقوقي تضمین نهشتون، د راډیوګانو د فعالیت د دوام راتلونکی له جدي اندېښنې سره مخ کړی دی.
-
شمخاني: د ایران توغندیز ځواک د مذاکرې وړ نه دی / لاریجاني: د امریکا له لوري کوم مشخص وړاندیز نه دی ترلاسه شوی
Feb 12, 2026 07:35په عالي دفاعي شورا کې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر استازي علي شمخاني په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې د ایران توغندیز ځواک د هېڅ ډول خبرو اترو موضوع نه ده.
-
ابوعبیده: پر ایران هر ډول یرغل پر ټول اسلامي امت یرغل دی
Feb 12, 2026 07:20د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ ـ حماس پوځي څانګې د عزالدین القسام کنډکونو ویاند ابوعبیده، په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې د ایران پر اسلامي جمهوریت او زموږ پر ورور ملت هر ډول یرغل د ټول اسلامي امت پر وړاندې یرغل ګڼو.
-
له ګرینلنډه تر تعرفو؛ مکرون د امریکا پر وړاندې د اروپا د ستراتېژۍ د بیا تنظیم غوښتنه وکړه
Feb 10, 2026 17:13پارسټوډې – د فرانسې ولسمشر د اروپا او امریکا د اړیکو اوسنی حالت د «ګرینلنډ شېبه» وبللو او خبرداری یې ورکړ چې اروپایي ټولنه باید له واشنګټن سره د تاوتریخوالي د لنډمهالي کمېدو ته د تلپاتې بدلون په سترګه و نه ګوري، بلکې باید د امریکا له لوري د فشار، سیالۍ او آن ستراتېژیک تقابل یوې دورې ته ځان چمتو کړي.
-
د ایران سمندري قدرت؛ د پوځي اقتدار، ډیپلوماسۍ، ټکنالوژۍ او انساني اخلاقو یوځای کېدل
Feb 10, 2026 16:29پارسټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک قومندان ټینګار وکړ: په سمندرونو او ازادو اوبو کې د ایراني بېړیو حضور، د پوځي ځواک او سمندري ډیپلوماسۍ یو ګډ انځور دی.
-
افغانستان او شاوخوا سیمو کې یې ترهګریز فعالیتونه لیدل کېږي
Feb 10, 2026 12:19د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې افغانستان او شاوخوا سیمو کې یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ او د هند او پاکستان ترمنځ سیمو کې د"ترهګریزو" فعالیتونو شتون لیدل کېږي.
-
په کابل کې د دوحې د کاري ډلې درېیمه غونډه وشوه
Feb 10, 2026 12:13د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، په کابل کې د دوحې پروسې تر چتر لاندې د خصوصي سکټور د کاري ډلې درېیمه غونډه د یوناما په کوربهتوب په حضوري او انلاین بڼه ترسره شوه.
-
فلسطین کې بشري کړکېچ ۱.۲۶ میلیاردو ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري
Feb 10, 2026 11:57د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کارموندنې او مرستو سازمان (آنروا) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په فلسطین کې بشري کړکېچ ته د پاملرنې لپاره ۱.۲۶ میلیاردو ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا ده.
-
ایران او نه کنټرولېدونکې معادله؛ ولې امریکايي–صهیونیسټي پروژه بندون ته رسېدلې؟
Feb 09, 2026 13:28پارسټوډې – د غزې له جګړې وروسته بدلونونو وښودله چې د امریکا او صهیونیسټي رژیم اندېښنه له ایران څخه یوازې د دې هېواد پوځي ځواک یا جغرافیایي موقعیت پورې محدوده نه ده؛ بلکې ریښه یې په هغه الګو کې ده چې تهران د سیاسي خپلواکۍ او د سیمې د ځواک د بیا تعریف په ډګر کې وړاندې کړې ده.