-
د تیلو د بیې له زیاتیدو وروسته د پاکستان حالات کړکیچن دي
Sep 19, 2023 03:52د پاکستان جماعتِ اسلامي د تیلي محصولاتو د بیې له زیاتیدو وروسته حکومت په سراسري اعتراضاتو وګواښه.
-
د پاکستان وزیراعظم د افغانستان له طالبانو سره د مذاکرې په دوام ټینګار وکړ
Sep 19, 2023 03:50د پاکستان وزیراعظم وویل چې په افغانستان کښې په رسمیت د طالبانو د حکومت د پيژندل کیدو مسئلې ته له پاملرنې پرته به له هغوي سره خبرې اترې جاري وساتي.
-
د فلسطین د مسئلې یوازنۍ حل لاره د یو خپلواکه فلسطیني هیواد جوړیدل دي
Sep 19, 2023 03:08د سعودي عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان چې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په کلیزه غونډه کښې د ګډون په موخه نیویارک ته تلی دی، وویل: د فلسطین د مسئلې یوازنۍ حل لاره، د خپلواکه فلسطیني هیواد جوړیدل دي.
-
د ایران ولسمشر په نیویارک کښې د الجزایر او کرویشیا له ولسمشرانو سره وکتل
Sep 19, 2023 01:42د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر له خپل الجزایري همرتبه عبدالمجید تبون سره په کتنه کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو د راژوندې کیدو په ضرورت ټینګار وکړ.
-
ګوترش په افغانستان کښې د جینکو د ښوونځیو په نه خلاصیدو نیوکه وکړه
Sep 19, 2023 01:11د ملګرو ملتو سرمنشي یوځل بیا په افغانستان کښې د جینکو د زده کړو له بندیدو اندیښنه ښودلې او د طالبانو له خوا یې د نجونو د ښوونځیو د پرانستل کیدو غوښته وکړه.
-
افغانستان کې د پوځي عملیاتو په اړه د پاکستان خبرداری/ مجاهد: افغان طالبان به یې ځواب ورکړي
Sep 18, 2023 09:36د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر انورالحق کاکړ ویلي چې پاکستان به له اړتیا سره سم په مشخص وخت کې د ځان د دفاع لپاره په افغانستان کې پوځي عملیات وکړي. نوموړي ټینګار کړی چې دغه هېواد حق لري، څو د ځان او خپلو خلکو د دفاع لپاره په دې برخه کې لازم ګامونه اوچت کړي.
-
د چابهار بندر د فعالیتونو د پراخېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي
Sep 17, 2023 10:32د سرپرست حکومت ویاند وايي، د افغان سوداګرو د نه تاواني کېدو او پر یوه ترانزیټي مسیر د نه تکیه والي په موخه د ایران د چابهار بندر د فعالیتونو د پراخېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.
-
د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترينګلتيا اصلي لامل د ټي ټي پي پر خلاف نه اقدام دی
Sep 17, 2023 10:22يوې پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکړی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله پرانيستل شوه، خو د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ اساسي کړکېچ لاهم نه دی حل شوی.
-
د ټولګډونه حکومت جوړېدو په اړه د هېوادونو غوښتنې د منلو نه دي
Sep 17, 2023 10:16د طالبانو ویاند ذبېحالله مجاهد د امریکا له لوري افغانستان کې د ټولګډونه حکومت رامنځته کولو په اړه د یاد هېواد غوښتنې ته په غبرګون کې ویلي، د اوسني حکومت له لوري به دغه غوښتنه هېڅکله ونه منل شي.
-
د پاکستان وزیراعظم له هند او افغانستان سره د سرحدي حالاتو په اړه اندیښنه وښودله
Sep 17, 2023 04:16د پاکستان وزیراعظم له هندوستان او افغانستان سره د دغه هیواد د سرحدي حالاتو په لړ کښې اندیښنه څرګنده کړې ده.