-
محصیل باید غوښتنونکی ووسي/ معظم لارښود او ۳۰۰۰ محصیلین
Apr 08, 2024 09:47د اسلامی انقلاب معظم لارښود په ګناه له ککړو ځينو کارونو غفلت د دوي د ترسره کیدا علت وباله او وې وئيل،په ټولنیزو چینلونو او انټرنیټ کې ځیني لیکنې او خبرې چې له تحقیق او دقت او پام پرته ترسره کیږي، د غافلانه ګناه مصداق دی او انسان ئې حتما باید د خداوند متعال په درګاه کې ځواب ویونکی شي. دوي دغه راز وفرمائيل؛البته هیڅکله محافظه کاري ، نیوکه نه کول او د غلطیانو نه رابرسیره کولو سپارښتنه نه کوو، خو باید هره خبره او عمل کې دې ډير دقت وکړو.
-
ایران د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د صهیونیسټي رژیم د غړیتوب لغوه کېدو غوښتنه وکړه
Mar 27, 2024 12:46د ایران د روغتیايي برخې عمومي مشر د روغتیا له نړیوال سازمان څخه وغوښتل چې په غزه کې د ناوړه روغتیايي وضعیت اعلانېدو ترڅنګ، په دې سازمان کې د صهیونیسټي رژیم غړیتوب ډېر ژر وځنډوي او یا یې د اړتیا په صورت کې لغوه کړي.
-
په ترکیه کې ۱۴۷ تنه له داعش سره د تړاو په تور نیول شوي
Mar 27, 2024 11:09د ترکیې د کورنیو چارو وزیر پرون (سې شنبې) د داعش د غړیتوب په تور د ۱۴۷ تنو د نیونې خبر ورکړی.
-
د ایران د ګازو پروژه د پاکستان اړتیا ده
Mar 27, 2024 09:46د پاکستان د پټرولیم وزیر ویلي چې هېواد یې د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د ګازو انتقال ته اړتیا لري.
-
د پاکستان او افغانستان سوداګریزو اړیکو ته د هیندارې ځانګړې شوې خپرونه
Mar 27, 2024 09:24د پاکستان او افغانستان سوداګریزو اړیکو ته د تهران راډیو ځانګړې شوې هینداره خپرونه دلته واورئ.
-
ایران له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له خپلواکو هېوادونو سره همکارۍ ته چمتو دی
Mar 27, 2024 08:41په روسیه کې د ایران سفیر له ترهګرۍ سره په مبارزې کې، له خپلواکو هېوادونو سره د ملګرتیا لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت له چمتووالي خبر ورکړ.
-
د غزې د ولس او مقاومت بې مخینې مقاومت اسلام ته عزت ډالۍ کړی
Mar 27, 2024 01:28د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دې خبرې په ټينګار سره چې د غزې د خلکو وژله او په دغې سیمې کې عامې وژلې د هر یوه وجدان لرونکي انسان زړه دردولی دی ، ووئيل، د ایران اسلامی جمهوریت دفلسطین له موضوع او د غزې د مظلوم او مقاومت کونکي ولس د ملاتړ په موضوع کې هیڅ هڅه نه سپموي او په د غه ملاتړ کې هیڅ شک او شبه نه لري.
-
سوداګریز او سیاسي مسایل دې سره بېل شي
Mar 27, 2024 08:24د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو په کابل کې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له پلاوي سره په ګډه ناسته کې د سوداګریزو اړیکو پر وړاندې د شته ننګونو د حل په اړه خبرې کړې دي.
-
د افغان کډوالو ایستل دې ودورل شي
Mar 27, 2024 08:15د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې د اسلام آباد له خوا د افغان کډوالو د ایستلو پروګرام د ډېرو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي.
-
چین د خپلو انجینیرانو د وژل کېدو په اړه د څېړنو غوښتنه کړې
Mar 27, 2024 07:45د چین حکومت له پاکستان څخه غوښتي چې په دغه هېواد کې د چینايي انجینیرانو د وژل کېدو په اړه څېړنې وکړي.