-
د هر برید سخت ځواب ورکوو
Mar 21, 2024 02:20د افغان طالبانو ملي دفاع وزارت، د وضعیت ارزونې په موخه پکتیا ولایت ته د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال د سفر خبر ورکړی دی.
-
په افغانستان کې د خپلو زرګونو کارکوونکو راتلونکې ته اندېښمن یو
Mar 21, 2024 02:11د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې ویلي چې د خپلو نږدې ۷ زره افغان کارکوونکو د راتلونکي په اړه جدي اندېښنه لري.
-
د افغانستان ځینې ښاریز د پاکستان په پوځ کښې وو
Mar 20, 2024 10:32زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړي ده چې په پاکستان کښې وسیدونکي افغان ښاریز توانیدلي دي چې په پوځ کښې وګومارل شي او یو افغان حتی د پاکستان په پوځ کښې د کپتان څوکۍ ته هم رسیدلی دی او اوس دغه افغان ښاریز د پاکستان له پوځ څخه ایستل شوی دی
-
د غزې بندر له بوشنل او د فلسطین له طبیعي سرچینو سره تړاو لري
Mar 20, 2024 10:09زمونږ خبریال راپور راکړی د ایکس اینټرنیټ پاڼې یوه کارونکي « نهلا» په یوه پوسټ کښې د فلسطین غزې تړانګې ته نږدې د یوه بندر له جوړولو د امریکا د ولسمشر جوبایډن پټو هدفونو ته اشاره کړي ده.
-
د پاکستان او د افغانستان په سرحدونو کښې نن کراری و
Mar 20, 2024 09:01زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان موقته حکومت وویل چې د پاکستان پوځ پرون سهار په خوست او پکتیکا ولایتونو کښې د وسله والو ډلو په پټنځایونو باندې حملې وکړې چې له کبله یې اته کسان وژل شوي دي.
-
د پاکستان د پوځ مشر عربستان ته ورغلی
Mar 20, 2024 08:38زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په یوه نه اعلان شوي سفر کښې عربستان ته تللی او هلته یې له ولیعهد محمد بن سلمان سره خبرې کړي دي.
-
د ایران او روسیې ولسمشرانو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
Mar 19, 2024 12:58د ایرنا د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټلفوني خبرو کې هغه ته د روسیې د ولسمشر په توګه د بیا انتخابېدو له امله د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، هیله څرګنده کړه چې د روسیې د نوي حکومت په پیلېدو سره به، د ایران او روسیې ترمنځه په مختلفو برخو کې د رغنده اړیکو او همکارۍ د لا پراختیا لپاره مناسب زمینه برابره شي.
-
د کب ۲۹مه؛ په ایران کې د تیلو صنعت د ملي کېدو کلیزه ده
Mar 19, 2024 09:58نن سه شنبه د کب ۲۹ چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ له ۱۹مې سره سمون لري، د ایران د تیلو صنعت د ملي کېدو کلیزه ده.
-
چین د کابل پوهنتون محصلانو ته ۶۰ تحصیلي بورسونه ورکړل
Mar 19, 2024 11:26د چین شینهوا خبري آژانس په افغانستان کې د چین سفیر ژاو شینګ له قوله ویلي چې، هېواد یې له افغانستان سره د زده کړو په برخو کې همکارۍ ته زیات اهمیت ورکوي.
-
د نجونو پر زدهکړې بندیز؛ آسټرالیا له افغانستان سره ۲۰ اوریزې سیالۍ وځنډولې
Mar 19, 2024 11:03د آسټرالیا کرېکټ بورډ د طالبانو له لوري پر افغان نجونو او ښځو د سختو بندیزونو له امله، له افغانستان سره ۲۰ آوریزې سیالۍ وځنډولې.