-
په تخار کې د ګازنیونې له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي
Feb 28, 2024 08:54د رسنیو په حواله د افغانستان په تخار ولایت کې یو سړی او د هغه دوه ځوان زامن د ګازنیونې له امله مړه شوي دي.
-
د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې یو ترهګر په هلاکت رسېدلی
Feb 28, 2024 08:45د ایران په سویل ختیځ کې د سیستان او بلوچستان څارنوالۍ په دغه ولایت کې د بم ښځولو پر مهال د یوه ترهګر د وژل کېدو خبر ورکړ.
-
کنعاني د جرمني د بهرنیو چارو د وزیرې د ایران ضد څرګندونو ته غبرګون وښود
Feb 28, 2024 08:31د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ناصر کنعاني د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د ایران پر اسلامي جمهوریت باندې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر تورونه، له نیواک څخه د دغه هېواد د ملاتړ د پټولو او په فلسطین کې له بشري حقونوڅخه د سختو سرغړونو په هکله د بې تفاوتۍ یوه بې ګټې هڅه وبلله.
-
په غزه کې د فلسطینیانو د نسل وژنې په وړاندې د امنیت شورا په بې عملی توب د ایران نیوکه
Feb 27, 2024 12:27په حقیقت کښې د فلسطین دخلکو په تیره بیا په غزه کښې وژل کیدل د صهیونیسټانو او د هغوی د ملاتړو په خوښه دوام نشی کولای ځکه چې په تاریخ کښې هیڅ هیواد خپله خاوره نه ده پریښې او همداسی به په فلسطین کښې وی .
-
د اوکراین او غزې په جنګ سره د لویدیځ د نړیوالې سلطې په ختمیدا د بورل اعتراف
Feb 27, 2024 12:25د اروپايي ټولنې د بهرنی سیاست مسول په نړۍ کې د سیاسي، اقتصادي او پوځي پرمختګونو په سیوري کې، په ځانګړې توګه د دوو لویو جګړو له رامنځته کیدو وروسته، د لویدیځ د رول کمیدل او حتی په نړۍ باندې د لویدیځ د سلطې پای ته رسیدل مني.
-
صهیونیسټي رژیم د ټولې نړۍ لپاره ترټولو ښکاره ګواښ دی
Feb 27, 2024 02:29د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: صهیونیسټي رژیم نه یوازې د فلسطین د بې دفاع او د لوېدیځې آسیا د سیمې لپاره، بلکې د ټولې نړۍ لپاره ترټولو بېړنی او ښکاره ګواښ دی.
-
طالبانو په جوزجان کې یو بل کس په عام محضر کې اعدام کړی
Feb 27, 2024 03:11د طالبانو سترې محکمې په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې د درې ګونو محکمو د پریکړو او د طالبانو د مشر هبت الله د تائید وروسته یې د جوزجان مرکز شبرعان په ورزشي سټډیوم کې د فبرورۍ په ۲۶مه په یو تن د قصاص سزا تطبیق کړې ده.
-
په غزه کې له قید او شرط پرته اوربند ته اړتیا ده
Feb 27, 2024 02:56د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش یو ځل بیا په غزه کې له قید او شرط پرته د اوربند او د ټولو یرغمل شویو کسانو د آزادېدو غوښتنه کړې ده.
-
د ایران د باسکټبال ملي ټیم د هند پر وړاندې ستره بریا خپله کړه
Feb 27, 2024 02:43د ایران د باسکټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د سعودي عربستان د آسیا جام د غوراوي سیالیو په دویمه لوبه کې، د هند پر وړاندې بریا ته ورسېده.
-
د فلسطین اسلامي جهاد د عربستان او صهیونیسټي رژیم د سوداګرۍ د وزیرانو لیدنه وغندله
Feb 27, 2024 01:52د ایرنا د خبر له مخې، د اسلامي جهاد غورځنګ په یوې بیانیې کې اعلان وکړ چې د صهیونیسټي رژیم په ملاتړ دغه لیدنه او درېځ، د اړیکو د عادي کولو په هدف په داسې حال کې ترسره شوی چې دغه دښمن د فلسطین د ملت پرضد د نسل وژنې په حال کې دی او د فلسطین د ملت مقدساتو ته سپکاوی کوي.