-
روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزې پر ډیپلوماټیک حل ټینګار کړی
Feb 27, 2026 09:41د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت سلاکار، له افغانستان او پاکستان څخه غوښتي چې د خپلو ترینګتیاوو د حل لپاره ډیپلوماټیکه لار غوره کړي.
-
ریچارډ بنټ د افغانستان پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه وکړه
Feb 27, 2026 09:34د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړې ته په اشارې سره، سملاسي د تاوتریخوالي کمول اړین بللي.
-
ګوترش له افغانستان او پاکستان څخه غوښتي چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي
Feb 27, 2026 07:57د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو په اړه اندېښنه ښودلې.
-
عراقچي: افغانستان او پاکستان دې اختلافات د خبرو له لارې حل کړي
Feb 27, 2026 07:49د ایران د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان او پاکستان څخه غوښتي چې خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي او زیاته کړې یې ده، دوی چمتو دي څو د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو او همکاریو پیاوړتیا برخو کې اسانتیا رامنځته کړي.
-
ستوري په لمن کې (۲۱) په چین کې د حافظ شېرازي د شناخت په تړاو ځانګړی پروګرام
Feb 25, 2026 06:54د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو، ستوري په لمن کې تر عنوان لاندې له (۲۱م) مطلب سره چې د فارسي ژبې د مشهور شاعر حافظ شېرازي د ژوند په تړاو دی، ستاسو په خدمت کې یو. په دې پروګرام کې غواړو په چین کې د حافظ شېرازي د شناخت په تړاو ستاسو سره معلومات شریک کړو. هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
-
د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمیسیون مشر: د ګواښونو او باج اخیستو دوره پایته رسېدلې ده
Feb 24, 2026 02:55پارس ټوډې - د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست کمیسیون مشر، د خپلو ملي ګټو د دفاع لپاره د ایران پر هر اړخیز چمتووالي په ټینګار سره، امریکایانو ته یې سپارښتنه وکړه چې د خپل عزت د ساتلو لپاره د خبرو اترو له فرصت څخه ګټه پورته کړي.
-
ذبیح الله مجاهد: افغانستان به د پاکستان پوځیانو ته د خپل عمل سزا ورکړي
Feb 24, 2026 02:52د افغان طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې افغانستان به د پاکستان د پوځ حملو ته ورته ځواب ونه وايي بلکې اصلي جنایتکارانو ته، چې د ده په وینا پاکستاني پوځیان دي، سزا ورکړي.
-
ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د پاکستان پر ضد شکایت ثبت کړی
Feb 24, 2026 02:47په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ وايي چې پر افغان خاوره د پاکستان د وروستیو بریدونو په تړاو یې امنیت شورا ته خپل رسمي شکایت وسپاره.
-
یوناما د پاکستان په بریدونو کې د ۱۳ ملکیانو وژل کېدل او ۷ نورو ټپي کېدل تأئید کړل
Feb 24, 2026 02:41په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونو ته په غبرګون کې له ټولو خواوو غوښتي چې د ملکیانو د خوندیتوب او د لا زیاتې مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره تاوتریخوالی بند کړي.
-
شمخاني: د ایران پر ضد هر ډول بلاغوښتنې ته قوي او پرېکنده ځواب ورکوو
Feb 14, 2026 02:33پارس ټوډې – د ایران د دفاع د عالي شورا منشي وویل: موږ به د ایران پر ضد هر ډول بلاغوښتنې ته قوي، پرېکنده او مناسب ځواب ورکړو.